Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

پر ټاکنو د څارونکو بنسټونو ټولنه، زمانزی په مالي فساد تورنوي

پر ټاکنو د څارونکو بنسټونو ټولنه، د ټاکنو خپلواک کمېسیون غړي، د دارالانشا رییس احمد شاه زمانزی او د ولایتي دفترونو رییسان په مالي او ټاکنیزو جرمونو تورن وي او له مقامه د هغوی د لیرې کېدو غوښتونکي دي.

دغه بنسټونه وايي چې لویه څارنوالۍ دې د ټاکنو خپلواک کمېسیون پر مشرتابه د دغو تورونو په اړه چوپه پاتې شي او دا مشرتابه باید محکمې ته وکاږي.

پر ټاکنو د اتو څارونکو بنسټونو استازي سره راغونډ شوي او په ځنډ سره د ولسمشرۍ ټاکنو ترسراوي په اړه اندېښنه څرګندوي.

د ازدو او رڼو ټاکنو بنسټ حبیب شینواري څرګنده کړه:«کمېسیون باید د خلکو لپاره روښانه کړي دا چې ټاکنې درې میاشتې ځنډېدلې دي د هغوی اصلاحاتي پروګرام څه دی؟ په دغو سمونو کې کوم پروګرامونه شامل دي؟»

پر ټاکنو د څارونکو بنسټونو ټولنه د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون غړي په ناکارندوالي او مالي فساد تورنوي.

د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ عملیاتي مسوول نعیم اصغري څرګنده کړه:«د ټاکنو کمېسیون د مشرتابه په کچه یعنې د ټاکنو کمېسیون ټول کمېشنرانو رییس په اړه جدي غور او اصلاحات رامنځته شي.»

د افغانستان د ځوانانو ټولنیز او روزنیز مسوول خلیل رووفي وویل:«موږ له لویې څارنوالۍ غواړو چې په دې برخه کې چوپه پاتې نه شي، کمېشنر دی، د دارالانشا رییس دی، ولایتي رییسان دي چې فساد یې کړی او جرم یې کړی، د افغانستان لویه څارنوالي دا واک لري چې هغوی محکمې ته وکاږي.»

له بلخوا لویه څارنوالي وايي که بنسټونه په کمېسیون کې د فساد د دغو تورونو په اړه اسناد لري دا بنسټ به یې وڅېړي.

د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي په ډاګه کړه:«کله چې د پېښو په اړه لومړنۍ څېړنې او مستند جوړونه وشي د هر مرجعې له خوا چې وي، د افغانستان لویې څارنوالۍ ته واستول شي، د افغانستان څارنوالۍ موضوع ته کتلي او د قانون د احکامو په روښنايي کې څېړي او هر څوک چې په هر مقام کې وي او تور پرې ثابت شي قانون پرې تطبقېږي.»

اخوا په کابل کې د امریکا سفیر د خپل ټویټر پر پاڼه په ټاکنیزو بنسټونو کې د اصلاحاتو د راوستو لپاره د ملګروملتو سازمان د غوښتنې په هرکلي سره وايي واشنګټن هم په دغو ادارو کې د جدي اصلاحاتو غوښتونکی دی ترڅو پر دغو بنسټونو د خلکو باور بېرته راشي.

له دې مخکې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د سیمه‎ییزو عملیاتو سرپرست عبیدالله نیازي د ملي امنیت لخوا د مالي فساد په تورنیول شوی او د کندوز د ټاکنو ولایتي رییس رسول عمر هم پر هغه له تورونو وروسته له قانوني پلټنو سره مخامخ دی، خو څارونکي بنسټونه وايي نوموړي یوه سیاسي او جهادي مشر ته پناه وروړې او امنیتي ځواکونه نه‎شي کولای هغه ونیسي.

پر ټاکنو د څارونکو بنسټونو ټولنه وايي چې لویه څارنوالۍ دې د ټاکنو خپلواک کمېسیون پر مشرتابه د دغو تورونو په اړه چوپه پاتې نه شي او دا مشرتابه باید محکمې ته وکاږي.

شریک یي کړئ