د کورنیو چارو وزارت نن سېشنبې اعلان وکړ چې پر انټرکانټیننټل هوټل د برید په اړه حقیقت موندونکي پلاوي خپل کار پای ته ورسوه.
د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمي وایي د پلاوي موندنې به ډېر ژر ولسمشر ته واستوي.
ښاغلي رحیمي وویل:«د کورنیو چارو وزارت او د ملي امنیت څخه یو کمېسیون خپل کار بشپړ کړی او ډېر ژر دغه څېړنې ولسمشر ته به واستول شي او دهغه پایله به خپره شي.»
د انټر کانټيننټال هوټل ادارې د لومړي ځل لپاره خبریالانوته اجازه ورکړه چې د هوټل له دننه تصویرونه واخلي.
د یوې میاشتې په تېرېدو سره لا هم د پېښې ویجاړۍ پرځای پاتې دي او لیدل کېږي چې د هوټل څلورم او پنځم پوړ زښت زیات ویجاړ شوي دي.
د دغه هوټل مسوولین وايي، د برید په وخت ټولې امنیتي کمرې فعالې وې او اوس یې انځورونه له حقیقت موندونکي پلاوي سره دي.
په ورته وخت کې د انټرکانټننټل هوټل مسوولین وایي د هوټل بیارغونه یې پیل کړې او تر یوې نیمې میاشتې به یې فعالیت بیا پیل شي.
د انټر کانټیننټل هوټل مالي او اداري مسوول سلیمان ایوبي وايي:« د ښار جوړونې او کورنیو چارو وزارت ترمنځ د یوه تړون له مخې له دوه ورځو راهیسې د هوټل د بیا رغونې کار پیل شوی او تر یوې نیمې میاشتې به پای ته ورسېږي.»
پر انټر کانټيننټال هوټل برید له هغې ۲۱ ورځې وروسته وشو چې د دغه هوټل امنیتي مسولیت یو خصوصي امنیتي شرکت ته وسپارل شو، خو امنیتي سرچینې اوس وايي، ښايي دغه امنیتي شرکت لغوه شي.
د برید په شپه ۱۷۳ کسانو د هوټل خونې کرایه کړې وې چې په برید کې بند اکثره کسان بیا امنیتي ځواکونو وژغورل.
په کابل کې انټر کانټيننټال هوټل شاوخوا ۵۰ کاله مخکې د کورنیو او بهرنیو مېلمنو د پالنې لپاره جوړ شو. خو دا دویم ځل دی چې وسلهوال طالبان پر دغه هوټل برید کوي.