Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

پر ګردیز ښار د طالبانو احتمالي بریدونو په اړه اندېښنې

د پکتیا پر مرکز ګردیز ښار د طالبانو د ډلیز بریدونو په اړه د پکتیا امنیه قومندان خبردارۍ، هغه وايي طالبان تصمیم لري چې د دغه ولایت پر مرکز ګردیز ښار ډله‎یز بریدونه پیل کړي.

مل پاسوال رازمحمد مندوزی وايي که څه هم د احتمالي بریدونو پر وړاندې یې امنیتي تابیاوې نیولې دي، خو په دغه ښار کې د امنیتي ځواکونو له کموالي اندېښمن دی او له مرکزي حکومت څخه د مرستې غوښتنه کوي.

د پکتیا امنیه قومندان مل پاسوال راز محمد مندوزی وايي:«له څو میاشتو راهیسې، په ځانګړې توګه د غزني له پېښې وروسته، د استخباراتي مالوماتو له مخې، د پکتیا مرکز او ولسوالیو ته ګواښونه متوجه دي.»

بلخوا د پکتیا ولایتي شورا خبردارۍ ورکوي که چېرې مرکزي حکومت پر مرکز کردیز د احتمالي ډله‎یزو بریدونو په تړاو ګامونه پوورته نه کړي نو د طالبانو بریدونه به د ګردیز ښار تر پرځېدو دوام پیدا کړي.

د پکتیا د ولایتي شورا غړی تاج محمد منګل په دې اړه وویل:«د طالبانو مشري تر ډېره د بهرنیو طالبانو په واک کې ده. هغوی غواړي د غزني له برید وروسته د پکتیا پر مرکز او ولسوالیو برید وکړي.»

د پکتیا د ولایتي شورا بل غړی محمد رحمان قادري هم څرګنده کړه:«کابو د پکتیا ټولې ولسوالۍ تر ګواښ لانډې دي. یوازې د ولسوالیو مرکزونه د حکومت تر ولکې لاندې دي.»

په همدې حال کې د طالبانو د احتمالي ډله‎یز بریدونو په تړاو د ګردیز ښار اوسېدونکو اندېښنې  زیاتې شوي دي او له حکومت څخه غواړي چې د دې بریدونه مخه دې ونیسي.

د پکتیا اوسېدونکی عطا ګردیزی وايي:«موږ نه غواړو چې د ګردیز ښار د غزني له برخلیک سره مخامخ شي. هغه وضعیت چې په هغه کې سوداګر او خلک زیانمن شول.»

د پکتیا پولیس وايي د غزني ښار د بریدونو څخه تښتېدلي زیات شمېر کورني او بهرني وسله‎والو د دې په ولایت ولسوالیو کې ځای پر ځای شوي او غواړي په کردیز ښار بریدونه وکړي.

شریک یي کړئ