Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

پر یوې نجلۍ د جنسي تېري په تور دوه پولیس نیول شوي

د بامیانو د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر مرستیال وايي، چې د دغه ولایت په مرکز کې د جنايي جرمنو پر وړاندې د مبارزې پولیسو هغه مهال د امنیه قومندانۍ د امنیت امر مرستیال او د ملي امنیت ریاست یو کارکوونکی ونیول چې غوښتل يې پر یوې شل کلنې نجلۍ جنسي تېری وکړي.

د کورنیو چارو وزارت وايي چې د دغو تورنو دوسیه څارنوالۍ ته استول شوې او په دې اړه څېړنې پیل شوي دي.

د بامیانو د امنیه قومندانۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې مدیر جلیل واثق وویل:«علي چې د امنیت امر مرستیال دی موټر چلوه او له هغې وروسته چې نجلۍ موټر ته پورته کوي، د امنیت کارکوونکي بهمن ته وايي چې موټر وچلوي او په خپله شاتنۍ څوکۍ ته ځي او پر نجلۍ په زوره تېری کوي.»

د کورنیو چارو وزارت وايي، چې د دغو دوه امنیتي چارواکو دوسیې لوی څارنوالۍ ته لېږل شوې او له څېړنو وروسته به د هغو پر وړاندې پرېکړه وشي.

د کورنیو چارو وزارت د ویاند دفتر سرپرست وویل:«دوی د زنا عمل پر تور نیول شوي دي. پېښه یې د بامیانو استېناف څارنوالۍ ته استول شوې. له پولیسو سره دغه دوسیه بشپړه شوې او نن څارنوالۍ ته تللې ده.»

دغه راز، د بامیانو ولایت د لوی څارنوالۍ  سرپرست په دې اړه د څېړنو خبر ورکوي او زیاتوي چې تورن کسان نیول شوي دي.

د بامیانو د مرافعې څارنوالۍ سرپرست عبدالقادر هاشمي په دې اړه وویل:«اوس زموږ څېړنې بشپړې شوي نه دي او زه حتا نه شم ویلای چې تېری شوی که نه خو څېړنې دوام لري.»

د بامیانو ولایت د جنايي جرمنو پر وړاندې د مبارزې مدیر جلیل واثق وايي یو شمېر کسان هڅه کوي چې دغه تورن کسان خوشي کړي.

شریک یي کړئ