Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

پغلان ولایت کې د رایو ورکوونکو نو‎م‎لیکنې مرکز ته نېږدې چاودنه

د بغلان ولایت په پلخمري ښار کې چاودنې نن(یک‎شنبې د غويي۲مه) چاودنې د ۶ کسانو ژوند واخیست او ۵ نور ټپيان دي.

چاودنه د رایو ورکوونکو مرکز ته نېږدې شوې ده چې په وژل شویو کسانو کې ۳ ښځې او ۲ماشومان هم شامل دي.

د بغلان ولایت سیمه‎ييز چارواکي وايي چې پېښې ته نېږدې په یوه سراچه ډوله موټر کې د یوې کورنۍ غړو ته زیان رسېدلي چې ۳ ښځې، ۲ ماشومان، یو نارینه یې له ډلې وژل شوي او ۲ نور ټپيان دي.

دوه تنه ټپیان هم لارویان دي.

د بريد مسوؤلیت چا پرغاړه نه دی اخیستی.

دا په داسې حال کې ده چې نن له غرمې مخکې په کابل کې هم د پېژندپاڼو ویش مرکز دروازه کې ځانمرګی برید وشو او په پایله کې یې ۱۲ کسانو ژوند له لاسه ورکړ او ۵۷ نور ټپیان شول.

دې چاودنه کې ۵ کسان 

د بغلان ولایت پلخمري ښار کې د رایو ورکوونې لپاره د نوم لیکنې مرکز ته نېږدې چاودنه شوې چې په پایله کې یې د یوې کورنۍ ۶ غړو ژوند له لاسه ورکړی دی

شریک یي کړئ