د ژمي له پیل سره،د کابل په پل سوخته کې په نشهيي توکو ډېریو روږدو کسانو خپل ژون له لاسه ورکړی دی.
په نشهيي توکو روږدي وايي چې هره ورځ د کابل په پل سوخته کې دوه – درې تنه روږدي کسان د سړې هوا له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.
پل سوخته که په نشهيي توکو د روږدو کسانو امن ځای، هغه ځای چې نشهيي توکو د پلورونکو لپاره تود بازار او د روږدو لپاره د مړینې یخ ځای دی. داسې ښکاري چې د دغه ښار اوسېدونکي له دا راز وضعیت سره عادت شوي دي.
یو روږدي کس وايي:«هره ورځ درې تر څلورو تنو مري.دلته هوا ډېره سړه ده او هغه کسان چې پټو او یا هم نور وسایل نهلري،یخ یې وهي او مړي یې وړي.»
له کلونو راهیسې شپې او ورځې دا ډول تېروي. د هېواد له هرې برخې پل سوخته ته راغلي دي. هرڅو ک چې د سوالګرۍ او یا د غلا له لارې ډېرې پیسې پیدا کړي ډېر نشهيي توکي رانیسي.
په نشهيي توکو روږدي وايي:«له هر ولایت څخه دلته راغلي او په یوې بدبختۍ اخته شوي چې ځان ترې نه شي خلاصولای.»
د پل سوخته سیند په یوې څنډه کې د یوه کورنۍ لیدو ته ورځو، چې په نشه يي توکو روږدي مېرمن، مېړه او ماشومان یې تر یوې کېږدې لاندې اوسېږي. ناروغ ماشوم یې په لوڅ ځان د هر انسان اوښکې رابهوي.
د عامې روغتیا وزارت د دغه وضعیت کابو کولو په موخه داسې وايي.
د عامې روغتیا وزارت د نشهيي تونو د تقاضا د کموالي د څانګې رییس عبدالمنان په دې وايي:«له بده مرغه هغه بودیجه چې زموږ لپاره د روږدو کسانو د درملنې لپاره په پام کې نیول شوې او تراوسه منظور شوې هم نه ده،ډېره کمه ده کهچېرې دغه بودیجه زیاته نهشي له بده مرغه موږ په راتلونکي کال کې به له ډېرو ستونزو سره مخامخ شو.خو اوس کوښښ کوو چې په راتلونکې اوونۍ کې د پل سوخته څخه یو شمېر روږدي کسان ولېږدو ترڅو مړینه کمه شي.»
په ځلونو د نشهيي توکو کارونکي له دې سیمې لېږدول شوي دي، خو نیوکې دادي چې دولت له خپل ټول توان سره ولې نهشي کولای یوازې پل سوخته پر نشهيي توکو د روږدو کسان څخه پاکه کړي او د نشهيي توکو د پلور او پیر مخه ونیسي.