Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

پنټاګون: د ایران هر احتمالي برید ته به مناسب ځواب ورکړل شي

د تهران او واشنګټن د اړیکو د ترینګلتیا په لړ کې، د امریکا د ملي دفاع وزارت سرپرست وايي چې پر امریکایانو او په سیمه کې د امریکا پر ګټو د ایران احتمالي برید ته به واشنګټن مناسب ځواب ورکړي. 

پټریک شاناها وايي چې په منځني ختیځ کې امریکايي سرتېري د امنیت تامین لپاره استول شوي دي.

هغه زیاتوي چې امریکايي ځواکونه د امنیت ټینګښت په پار په منځني ختیځ کې ځای پر ځای شوي دي.

د امریکا د دفاع وزارت سرپرست پټریک شاناهان په دې اړه وویل:«دا اړینه ده چې ایران پوه شي، پر امریکایانو او د امریکا پر ګټو برید به زموږ له خوا مناسب ځواب ترلاسه کړي. موږ په منځني ختیځ کې د ترهګرۍ د ماتې او امنیت ټینګښت لپاره یوو.»

له دې مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو عراق ته په یوه ناڅاپي سفر کې د امریکايي سرتېرو په وړاندې د ایران د نیابتي ډلو له خوا د احتمالي ګواښونو په اړه خبر ورکړ.

د واشنګټن او ایران ترمنځ شخړې د ایران د اټومي پروګرام پر سر دي چې په دې وروستیو کې یې ډېر زور اخیستی دی.

امریکا په دې وروستیو کې د ایران د فلزاتو پر صادراتو بندیز لګولی او سعودي عربستان هم اعلان کړی چې تر دوه راتلوونکو میاشتو د نړۍ هېوادونو ته د نفتو د پلور لپاره د ایران بدیل وي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند جینګ شوانګ هم وايي:«غواړو یو ځل بیا ټینګار وکړو چې تاوتریخوالی او مخامخ کېدل د دغې مسلې حل لاره نه ده، یوازې خبرې اترې کولای شي د ستونزو او ننګونو د حل لپاره یو ښه غواروی وي.»

بل خوا د امریکا یوه جنګي بیړۍ چې پر بي ۵۲ جنګي الوتکو سمباله ده د سویس د اوبو څخه د تېرې په حال کې ده چې غواړي د فارس خلیج اوبو ته ځان ورسوي.

د امریکا د دفاع وزارت سرپرست پټریک شاناها وايي چې په منځني ختیځ کې امریکايي سرتېري د امنیت تامین لپاره استول شوي دي.

شریک یي کړئ