Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

پنټاګون له افغان ځواکونو سره د ۱۵۰ چورلکو د پېرلو تړون لاسلیک کړ

رپوټونه رسوي چې د امریکا دفاع وزارت له افغان هوايي ځواکونو سره د ۱۵۰ چورلکو د پېرلو تړون لاسلیک کړ.

د امریکا دفاع وزارت وايي چې د دغو جنګي ام ډي ۵۳۰ اف چورلکو د پېرلو ازښت یو مېلیاردو ۳۸۰ مېلیونه ډالره دی.

د دغه وزارت په وینا دغه تړون د ام ډي هلیکوپټرز په نامه له یوه امریکايي شرکت سره لاسلیک شو.

ټاکل شوې ده چې دغه ۱۵۰ چورلکې تر ۲۰۲۲ زیږدیز کال پورې د افغانستان هوايي ځواکونو په واک کې ورکړل شي او د تړون پر بنسټ د دغو چورلکو د رغونې او پیلوټانو د روزنې مسوولت هم د دغه شرکت په غاړی دی.

د دغه تړون لومړنی برخه چې ۳۰  ام ډي ۵۳۰ اف د ۱۷۷ مېلیونو ډالرو په ارزښت په ځان کې راغاړي، چې تر ۲۰۱۹ زیږدیز کال پورې به بشپړه شي.

دغه چورلکې د سپکو پوځي او کشفي ماموریتونو لپاره به وکارل شي.

پنټاګون همدارنګه ویلي چې د افغانستان د هوايي ځواکونو د پیاوړتیا لپاره په ۴ راتلوونکو کلونو کې ۷ مېلیارده ډالره لګښت لري.

افغانستان ته د ۱۵۰ بلک هاک ټرانسپورټي چورلکو سپارل هم له دغه هېواد سره د امریکا د مرستو یوه برخه به وي.

دا په داسې حال کې ده چې پرېکنده ملاتړ ماموریت د شنبې په ورځ وویل چې د افغانستان د هوايي ځواکونو د الوتکو شمېر تر ۳ یا ۴ راتلوونکو کلونو پورې به دوه برابره شي.

د پرېکنده ملاتړ ماموریت د روزنې، مشوره ورکونې قومندان فیلیپ اسټیوارټ له طلوع نیوز سره په یوې مرکه کې وویل چې د افغان هوايي ځواک د الوتکو د دوه برابرولو لپاره ۷ مېلیارده ډالره لګېږي.

له دې ټولو سره سره، دغه جنرال څرګنده کړه چې د هېواد هوايي ځواک په نه باورکېدونکي سرعت سره پر مخ ځي.

شریک یي کړئ