Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په هېواد کې دیوه مسؤول نظام په بنسټیزه کېدو داروپايي ټولنې ټینګار

د اروپايي ټولنې یو پارلماني پلاوی چې له کابل څخه د لیدو په حال کې دي د پنجشنبې په ورځ (د کب په ۵ مه)په یوې خبرې ناسته کې وویل چې افغان حکومت باید تر ۲۰۲۰ زیږدیز کال پورې باید لومړیتوبونه یې دولت جوړونه،د اقتصاد ښه کول او د پایدارې سولې رامځته کول وي.

دغه پلاوي همدارنګه ټینګار وکړ چې اروپايي ټولنه به د یوه مسؤول نظام په بنسټیزه کولو،د سولې ټینګښت او اقتصادي پراختیا ته د رسېدو په لاره کې به ملاتړ وکړي.

د دغه پلاوي غړي ټینګار کوي چې د افغانستان په ادارو کې د اداري فساد شتون او دغه هېواد ته د اروپايي ټولنې د مرستو نه اغېزمن کېدل،د اروپايي ټولنې لپاره د منلو وړ نه دي.

د اروپايي ټولنې دغه پارلماني پلاوی په کابل کې په خبري ناسته کې له ۲۰۱۷ تر ۲۰۲۰ پورې کلونه د افغان حکومت په وړاندې د امنیت او پراختیا لپاره د تصمیم نیولو پړاو بولي چې افغان حکومت باید د سولې د ټینګښت لپاره د دولت له یو شمېر مخالفو وسله والو سره خبرې وکړي.

د اروپايي ټولنې د پارلمان غړی پېټراس اصسټرویسس وویل:« دغه کلونه به د افغانستان د حکومت او خلکو لپاره مهم وي، افغان دولت باید په دغو کلونو کې تر ډېره دولت جوړونې او د سولې او امنیت اقتصاد ته د جګړې د اقتصاد بدلولو ته پاملرنه وکړي او لومړیتوبونه یې په دغو برخو کې وي.»

د دغه پلاوي غړي په سیمه په تېره بیا افغانستان کې د ترهګرو ډلو فعالیت د اندېښنې وړ بولي او له روسیې غواړي د افغانستان په وړاندې مسؤولانه چلند وکړي.

ښاغلي اسټروییسس زیاته کړه:« داعش یوه نړیواله ترهګره ډله ده او له هغوی سره به هېڅ ډول خبرې ونه‎شي.»

د اروپايي ټولنې د پلاوي غړي ژمنه کوي چې په افغانستان کې د اقتصادي ودې او امنیت د ټینګښت لپاره به د دغې ټولنې مرستې دوام وکړي.

د اروپايي ټولنې د پارلمان غړي هربرټ ډورفمن هم څرګنده کړه:« د اروپايي ټولنې غړي هېوادونه مجبور دي خپلې پولې د کډوالو په تېره بیا د هغو کسانو پرمخ چې په رېښتیا سیاسي او امنیتي ستونزې لري پرانیستې پرېږدي، خو ډېری دا کسان اقتصادي کډوال دي او دغه کډوال پر هغو افغانانو اغېزه کوي چې سیاسي او امنیتي ستونزې لري، موږ د اقتصادي کډوالۍ لپاره د حل لارې د پیدا کولو په لټه کې یوو.»

د اروپايي ټولنې غړي له افغان حکومته غواړي له فساد کوونکو سره په هره کچه مبارزه وکړي. 

شریک یي کړئ