Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په امنیتي بنسټونو کې له فساد سره پر مبارزې د اجرائيه رییس ټینګار

د حکومت اجرائيه رییس عبدالله عبدالله په امنیتي او دفاعي بنسټونو کې فساد زړه بوږنونکی بولي او دغې ستونزې په حل ټینګار کوي.

اجرائيه رییس چې نن (پنجشنبې د زمري په ۱۹ مه)د لویې څارنوالۍ او امنیتي او دفاعي بنسټونو د غونډې په پای کې خبرې کولې، د پوځي تجهیزاتو پلور یې ملي خیانت وباله او زیاته یې کړه چې په دغو بنسټونو کې فساد د امنیتي او دفاعي ځواکونو سرښندنې تر پوښتنې لاندې راولي.

هغه زیاته کړه:«د قانون پلي کېد باید په ټولو یو شان وي، که‎چېرې په دغې برخه کې لږه ناغېړي هم وشي دا ډاډ دې ولري وروسته خلک فکر کوي چې له قانون څخه ناوړه استفاده شوې ده.»

له بلخوا لوی څارنوال محمد فرید حمیدي په امنیتي بنسټونو کې فساد یو له هغو لاملونو بولي چې سرتېري له خطر سره مخامخ کوي.

هغه وویل:«فساد په هرې بلې ادارې کې جبرانېږي خو له هر فساد سره چې ترسره کېږي د دغه هېواد د سرتېرې وینه توېږي، هغه له خطر سره مخامخ کېږي زموږ د سرتېرو حربي او جنګي وړتیا تر پوښتنې لاندې راځي.»

په دغې درې ورځنۍ غونډه کې چې په امنیتي او دفاعي بنسټونو کې له اداري فساد سره د مبارزې د څرنګوالي د کړنلارې د وړاندې کولولپاره جوړه شوې وه، د هغه ډېری ګډونوال د امنیتي بنسټونو او لوی څارنوالی چارواکي دي او هر یو يي له اداري فساد سره د مبارزې په اړه خبرې کوي.

د کورنیو چارو وزارت افسر فاروق حساس په دې اړه څرګنده کړه:«نن هغه کسان چې د جنرال رتبې مستحق دي حق یې دی هغه د پیسو په ورکړې سره اخلي، زغرګاډۍ، د لوجیسټک یې له زغرګاډي سره څه؟»

د کورنیو چارو وزارت یو بل افسر مندوزی مجاز هم وايي:«زه حربي ښوونځي او د پولیسو له اکاډمۍ څخه اول نمره فارغه شوی یم، لوی څارنوال صاحب زما ټولګي وال دی، مګر زه تراوسه د څارنمنۍ په بست کې کار کوم او لس کاله کېږي چې ډګروال یم.»

خو هېوادوال دغه ډول غونډې او ژمنې ورکول بسندویه نه بولي او له دولتي چارواکو غواړي چې له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې عملي ګام واخلي.

که‎څه هم اجرائیه رییس له فساد سره د مبارزې په کار کې د حکومت له جدي ارادې خبره کوي، خو مني چې حتا د امنیتي ځواکونو مرمۍ پلورل کېږي.

شریک یي کړئ