Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په اندونیزیا کې د دیني عالمانو غونډې ته د پارلمان مشروطه خوشبیني

د ولسي جرګې ځينې غړي د افغانستان، پاکستان او اندونیزیا د دیني عالمانو د غونډې په اړه چې تېره ورځ د اندونیزیا په بوګوران ښار کې جوړه شوه، بېلابېل لیدلوري لري.

د ولسي جرګې ځينې استازي د دا ډول غونډو دوام اغېزناک بولي او وايي چې طالبان د دین ترنامه لاندې جنګېږي او کله چې په افغانستان کې جګړه د دیني عالمانو له خوا نامشروع وبلل شي، د افغانستان پر اوضاع به اغېزه وکړي.

 د ولسي جرګې غړي سیدعلي کاظمي په دې اړه وویل:« ځانمرګي بریدونه او چاودنې په بشپړه او دقیقه توګه دې حرام اعلان شي.»

د ولسي جرګې بل غړي بشیر احمد ته‎ینج هم څرګنده کړه:« تر هغې چې د طالبانو په وړاندې جدي اقدامات ونه‎لرو، د داعش او نورو ترهګرو ډلو په وړاندې یې ونه لرو، له دغو نصیحت او سینګاري او تشریفاتي غونډېدو سره موږ سولې ته رسېدای نه‎شو.»

اخوا د مشرانو جرګې یو شمېر غړي د دغو غونډو دوام د افغانستان د جګړې په کمولو کې اغېزناک بولي خو یو شمېر نور وایي چې له بهره د افغانستان د جګړې ملاتړ کېږي.

د ولسي جرګې غړې سیمین بارکزۍ وویل:«د افغانستان جګړه نړیواله جګړه ده. یوازې په افغانستان پورې اړونده نه ده.»

د سولې عالي شورا وایي هڅې روانې دي چې په جولای میاشت کې د سعودي عربستان په جده ښار کې د افغانستان د جګړې د نا مشروع بللو لپاره د اسلامۍ نړۍ د هېوادونو یوه لویه غونډه جوړه شي .

تمه کېده چې دیني عالمان د اندونیزیا په بوګوران ښار کې داسې فتوا صادره کړي چې په افغانستان کې جګړه حرامه ده؛ خو په دې غونډه کې د افغانستان، پاکستان او اندونیزیا دیني عالمانو یوه اعلامیه صادره کړه او له طالبانو څخه یې وغوښتل چې سولې ته مخه کړي او له هغې جګړې لاس واخلي چې مشروعیت نه لري.

شریک یي کړئ