د بادغیس سیمیهییز چارواکو د پنجشنبې په ورځ (د غبرګولي په ۳۱ مه) وویل چې په دغه ولایت کې دولتي ځواکونو ته درانه مرګ ژوبله اوښتې ده.
دوی زیاتوي طالبانو د سې شنبې په شپه د اب کمري او بالا مرغاب ولسوالیو پر امنیتي پوستو بریدونه وکړل.
د بادغیس سیمهییز چارواکي همدارنګه وايي په دغو بریدونو کې کابو نهه ویشت تنه پوځیان وژل شوي دي.
اخوا د بادغیس امنیه قومندان په دغو نښتو کې د ۲۴ طالبانو د وژل کېدو او د څه باندې شلو نورو د ټپي کېدو خبر ورکوي.
بل لور د ملي دفاع وزارت ویاند په دغه ولایت کې یوازې د ۱۳ سرتېرو وژل کېدل تاییدوي.