Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په بامیانو کې د افغانستان او منځنۍ اسیا د خبرو اترو څلورمه غونډه

د افغانستان او منځنۍ اسیا د خبرو اترو څلورمه غونډه نن جمعه (د چنګاښ ۲۳ مه) په بامیانو کې د لوړپوړو افغان او بهرنیو چارواکو په ګډون پیل شوه.

دغه غونډه د افغانستان د ستراتېژیکو مطالعاتو مرکز له خوا جوړه شوه.

په دغې غونډه کې د سیمه‎ییزو هېوادونو په ځانګړې توګه د منځنۍ اسیا استازو ګډون کړی او له منځنۍ اسیا سره د افغانستان د اړیکو په اړه سلامشورې کوي.

د هېواد اجرائیه رییس عبدالله عبدالله په دغې غونډه کې په خپله وینا کې داشان غونډې له نورو هېوادونو سره د افغانستان د اړیکو لپاره ډېرې مهمې بولي.

هغه د سیمې او د منځنۍ اسیا له هېوادونو وغوښتل چې له ترهګرۍ سره د مبارزې په کار کې له افغانستان سره همکاري وکړي.

هغه څرګنده کړه چې افغانستان له ترهګرۍ سره د مبارزې په کار کې ډېره قرباني ورکړې ده.

ښاغلي عبدالله همدارنګه وویل چې له ترهګرۍ سره د مبارزې په کار کې د سیمې د هېوادونه همکاري باید ډېره شي.

شریک یي کړئ