د بدخشان د اطلاعاتو او کلتور ریاست چارواکو او ځينو فرهنګیانو، نن پنجشبنې(د تلې په ۵مه) د ګرځندویۍ نړیواله ورځ په دغه ولایت کې ولمانځله.
د بدخشان ولایت د کرځندویۍ ریاست چارواکي وايي چې بدخشان د سیل او سیاحت لپاره ښایسته او په زړه پورې ځایونه لري او دغه ولایت هر کال د کورنیو او بهرنیو سیلانیانو کوربه وي.
د دغه ریاست په خبره په پامیر کې په زړه پورو تاریخي او سیاحتي ځایونو له کبله سږ کال ۲۴۰ بهرني سیلانیان د بدخشان پامیر ته راغلي وو.
د سپټمبر ۲۷ مه چې د ګرځندویۍ له نړیوالې ورځې سره سمون لري او دغه ورځ هر کال په ډېرو هېوادونو او همدارنګه افغانستان کې لمانځل کېږي.
د ګرځندویۍ فسټیوال د مقالو، ځایي موسیقۍ، دڅلويښت ډولو په تیره بیا سیمه ایزو خوړو په برابرولو او د لاسي صنایع په ښودلو سره ترسره شوه.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندویۍ مرستیاله سیده مژګان مصطفوي وايي:«دا لومړی ځل دی چې په بدخشان کې لمانځو او بدخشان د ګرځندویۍ ډېرې نظارې لري.»
د بدخشان د اطلاعاتو او کلتور رییس نقیب الله ثاقیب په دې اړه وویل:«بدخشان دافغانستان یو له ښکلو ولایتونو څخه دی او کهچېرې دغه ولایت ته پاملرنه وشي، دغه ولایت ته به ډېر ګرځندویان راشي.»
له بلخوا په بدخشان ولایت کې د ګرځندويۍ برخې مسوولین وایي سږ کال یو شمېر بهرنیو او کورنیو سیلانیانو د دې ولایت له بېلابېلو سیمو لیدنه کړې چې دا شمېر د تېرو کلونو په پرتله دوه برابره و.
د بدخشان د اطلاعاتو او کلتور رییس وايي تراوسه دوی توانېدلي چې په دې ولایت کې له اتیا زیات د لیدنې وړ ځایونه ثبت کړي. د دوی په باور دا ریاست هڅه کوي په بدخشان ولایت کې د لیدلو وړ نور ځّایونه هم ثبت کړي ترڅو د نړۍ د سیلانیانو دپام وړ وګرځي.
د بدخشانیانو په کوربتوب د ګرځندويۍ فستیوال درې ورځې دوام لري.