ولسمشر غني د نفوس د احوال ثبت قانون د شپږمې مادې د تعدیل طرحه د کابینې په نننۍ غونډه کې (پنجشنبې د کب په ۱۲ مه) توشیح کړه چې د هغه پر بنسټ د «افغان»کلمه د ملیت او قومیت په توګه د کسانو په برېښنايي پېژندپاڼه کې ذکر کېږي.
ولسمشرۍ ماڼۍ په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې دغه کار په هېواد کې د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش لپاره یو ګام دی.
د نقوس د احوال د ثبت قانون شپږمه ماده په برېښنايي پېژندپاڼه کې د اشخاصو د ځانګړنو د ثبت په اړه ده چې په دغې ماده کې تعدیل رامنځته شوی چې نن د ولسمشر له خوا توشیح شو،د ځاني ځانګړنو سربېره،د «افغان»کلمه به په دغو پېژندپاڼو کې د ملیت او قومیت په توګه ذکر شي.
د نفوس د احوال د ثبت قانون د شپږمې مادې د تعدیل طرحه تېر کال د ولسمشر د دویم مرستیال په مشرۍ د کابینې د قوانینو په کمېټه کې مطرح او تأیید شوه.
په خبرپاڼه کې همدارنګه راغلي دي چې دغه کار د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش په وړاندې به خنډ لیرې کړي او د دغو پېژندپاڼو وېش به ډېر ژر پیل شي.
دا په داسې حال کې ده چې برېښنايي پېژند پاڼو د وېش ادارې تېره میاشت ویلي وو چې د«افغان»کلمې سیاسي کېدل د دغو پېژندپاڼو د وېش د مخنیوي لامل شوی دی.
په دغه بهیر کې تراوسه کابو ۷۰ مېلیونه ډالره لګول شوي دي.
د دغو پېژندپاڼو د ادارې رییس ویلي چې دغه اداره د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش لپاره چمتو ده او د دغه بهیر په وړاندې هېڅ ډول فني ستونزه شتون نهلري.
د برېښنايي پېژندپاڼو اداره وايي چې اوس مهال له هرو ۱۰ پېژندپاڼو څخه ۸ یې ناقصې دي او یا هم سم اطلاعات په کې درج نه دي.
په دې اړه مو اندونه