Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په بغلان کې د هاوان د یوې سرګلولې په چاودنه کې ۴ ماشومان وژل شوي

د بغلان ولایت د امنیه قومندانۍ په یوې خپرپاڼه کې راغلي دي چې په دغه ولایت کې د هاوان د یوې سرګلولې د چاودنې په ترڅ کې ۴ ماشومان وژل شوي دي.

د دغې خبرپاڼې پر بنسټ، دغه پېښه تېره ورځ (چهارشنبې د چنګاښ په ۲۱ مه) د بغلان ولایت د برکه ولسوالۍ په ناقلان سیمه کې رامنځټه شوې ده.

خبرپاڼه زیاتوي چې ماشومانو د هاوان له دغې سرګلولې سره لوبې کولې او هغه مهال چې هغه یې په ډبره وویشته چاودنه وکړه.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د ناقلانو سیمه د دولت د مخالفو وسله‎والو تر ولکې لاندې سیمه ده.

شریک یي کړئ