Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په بلخ کې د زمري د ۱۷ نېټې د قربانیانو کورنۍ عدالت غواړي

د بلخ ولایت په چتمال ولسوالۍ کې د ۱۳۷۷ لمریز کال د زمري د ۱۷ پېښې د قربانیانو کورنۍ له حکومته عدالت غواړي.

هغوی وايي چې طالبانو د ۱۳۷۷ لمریز کال د زمري له ۱۵ مې تر ۱۷ مې بشري جنایت ترسره کړ او په ډله‎ییزې وژنې یې لاس پورې کړ.

هغوی ادعا کوي چې دغې ډلې د درې ورځو په اوږدو کې یوازې د بلخ ولایت په چمتال ولسوالۍ کې د ماشومانو په ګډون څه باندې ۳۰۰ تنه یې په ډله‎یزه توګه ووژل.

د بلخ اوسېدونکي وايي طالبانو د ۱۳۷۷ لمریز کال د زمري په ۱۷ مه له ختیځ او لوېدیځ له لوري بلخ ته راننوتل او د سیالۍ ډلې د ځواکونو له ماتې وروسته په عام وژنه یې لاس پورې کړ.

په دغو بریدونو کې د انساني مرګ ژوبلې په اړه کره شمېرې په واک کې نشته خو ویل کېږي چې له ۲ زره تر ۱۰ زره ولسي وګړي وژل شوي دي.

د چمتال ولسوالۍ ۶۰ کلنه اوسېدونکې خدیجه د خپل ځوان زوی د قبر ترڅنګ دعا کوي او اوښکې تویوي.

خدیجه زیاتوي :«زوی مې امام الدین نومېده. ۲۲ کلن وه. له واده یې ۷ میاشتې تېرېدې چې د طالبانو لخوا ووژل شو. ناونې مې هم موږ پرېښودو.»

خدیجه وايي چې خاوند مې هم د خپل زوی په ویر کې ناروغ او وروسته مړشو: «پلار یې د زوی په ویر کې، ځګر یې کباب شو او ومړ. اوس زه یوازې پاتې یم.»

سیدابراهیم د بلخ ولایت د چمتال ولسوالۍ اوسېدونکی دی، د ۱۳۷۷ هجري لمریز کال د زمري ۱۵ د ځان او د دې ولسوالۍ د اوسېدونکو لپاره توره ورځ ګڼي او د هغه وخت د ترخو خاطرو یادونه کوي.

هغه زیاته کړه:« زامن مې واړه وو او ما ونه کړای شول چې وتښتم په ونه کې وم له هغه ځایه مې کتل او ومې لیدل چې ډېر خلک ووژل شول، ډېر یې ووژل، تر ۲۵ ورځو زه په ونه کې پټ وم، د شپې به راکوز شوم او کور ته به تلم.»

د چمتال ولسوالۍ کې په پالو زولي کلي کې یو ډله‎يیز قبر موندلی شوی، د دې ولسوالۍ اوسېدونکي وايي په دغه قبر کې ۷۱ کسان خاورې ته سپارل شوي چې ماشومان هم په‎کې دي.

د چمتال ولسوالۍ د دغه کلي اوسېدونکی محمدنعیم وايي:«دلته یې ۷۰ تنه شهیدان کړي، ۴۰ تنه یې د ولسوالۍ په څلور لارې کې شهیدان کړي دلته یوازې یو ډله‎ييز قبر دی.»

په دې لړ کې له حکومت او د بشري حقونو له بنسټونو غوښتنه کېږي چې د دغه راز ډله‎يیزو وژنو عاملین په ګوته او محاکمه شي.

د بلخ ولایت اوسېدونکي په دغه ولایت کې د زمري د اوولسمې د قربانیانو لپاره پر عدالت غوښتنې ټینګار کوي او له حکومته غواړي په دې اړه بې پامي ونه‎کړي.

د دوی په وینا شل کاله مخکې یانې د ۱۳۷۷ کال په زمري میاشت کې طالبانو یو شمېر کسان ووژل خو طالبان دا تور نه مني.

د بلخ ولایت اوسېدونکي د زمري د اوولسمې د قربانیانو لپاره پر عدالت غوښتنې ټینګار کوي او له حکومته غواړي په دې اړه بې پامي ونه‎کړي.

شریک یي کړئ