Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په تخار کې څلور طالب جنګیالي وژل شوي

ملي دفاع وزارت د یکشنبې په ورځ (د سلواغې په ۲۱ مه نېټه) د یوې خبرپاڼې له خپرولو سره ویلي چې په تخار کې د افغان امنیتي ځواکونو د عملیاتو په لړ کې څلور طالب اورپکي وژل شوي او دوه تنه نور یې ټپیان دي.

خبرپاڼه لیکي چې د توپان ۲۴ عملیات د تخار ولایت د خواجه بهاوالدین ولسوالۍ شورتوغي سیمې او همدارنګه د خواجه غار ولسوالۍ په امنیتي کمربند سیمه کې په لاره اچول شوي وو چې د هغه په پایله کې څلور طالبان وژل شوي دي.

په خبرپاڼه کې ټینګار شوی چې دغه عملیات به په ذکر شویو ولسوالیو کې د طالبانو تر له‎منځه وړلو او پاکولو پورې دوام وکړي.

په خبرپاڼه کې د افغان امنیتي ځواکونو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویل شوي.

بلخوا طالبانو تراوسه د دغو عملیاتو په اړه څه نه دي ویلي. 

شریک یي کړئ