Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په تېرو دوو لسیزو کې د بیان ازادۍ د قربانیانو د انځورونو نندارتون

هرات کې د خبریال د ملي ورځې په مناسبت، د بیان ازادۍ د قربانیانو د یادون نندارتون جوړ شو.

په دغه نندارتون کې د هغو خبریالانو څلوېښت انځورونه نندارې ته اېښودل شوي دي چې د بیان ازادۍ لپاره د دوو وروستیو لسیزو په لړ کې قرباني شوي دي.

د هرات د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو امر نوراحمد کریمي په دې اړه وویل:«په دغه نندارتون کې د هغو ۴۰ خبریالانو عکسونه اېښودل شوي دي چې په دې وروستیو کلونو او افغانستان کې د بېلابېلو پېښو په لړ کې وژل شوي، څو د دوی د رسنیزو کارونو یادونه وشي، د دې ترڅنګ موږ په دغه نندارتون کې د رسنیو فعالانو ته چې دم‎ګړۍ فعالیت کوي هغوی ته هم برخه ځانګړې کړې ده.»

خبریالان د بیان ازادۍ د مخکښانو په توګه د کاري خوندیتوب نشتوالی او د ځینو دولتي ادارو لخوا د بیان له ازادۍ سرغړونه د دوی په وړاندې اصلي ستونزې ګڼي.

دا په داسې حال کې ده چې د جمعې پر ورځ (د کب په ۲۵ مه)په خوست کې ناپېژانده وسله‎والو سیمه‎ییز خبریال سلطان محمود خیرخواه په ډزو وویشت او روغتون کې یې ساه ورکړه، همدا راز په تېره اوونۍ کې هملند کې هم خبریال نثار احمد احمدي پر موټر چاودنه وشوه چې په‎کې سخت ټپي شو.

سلطان محمود خیرخواه چې له (ژمن) خصوصي ټلوېزیون سره کار کاوه، څلورم خبریال دی چې د ۲۰۱۹ کال په درې لومړیو میاشتو کې وژل کېږي.

شفیق اریا او رحیم الله رحماني هم په تخار ولایت کې هغه دوه سیمه‎ییز خبریالان دي چې د تخار په تالقان ښار کې د ناپېژانده وسله‎والو کسانو له خوا ووژل شول.

همدارنګه په فراه کې هم یو سیمه‎ییز خبریال جاوېد نوري هم په جنورۍ میاشت کې د ناپېژانده وسله‎والو لخوا ووژل شو.

خبریال واجد روحاني په دې اړه څرګندوي:«له یوې مودې راپه دې خوا د خبریالانو په وړاندې امنیتي ګواښونه زیات شوي دي، موږ د هغو خبریالانو په توګه چې په ساحه او بهر کې کار کوو، په دې اړه اندېښمن یوو چې د ترهګریزو ډولو د برید قرباني نه شو.»

خبریاله فرزانه سروري وايي:«خبریالان له هېڅ ډول خوندیتوب څخه برخمن نه دي او د مالوماتو د ترلاسه کولو لپاره له ډېرو ستونزو سره مخامخ کېږي.»

دغه خبریالان وايي د واقعیتونو د بیانولو لپاره له هر ډول خنډونو سره مقابله کوي او د هغو کسانو لارې ته په لېوالتیا دوام ورکوي چې د بیان د ازادۍ لپاره یې ژوند بایللی دی.

د خبریالۍ پووهنځۍ استاد بصیر احمد دانشیار وايي:«د خبریالانو د حقونو په حوزه کې ډېریو مقررو او ډېریو نافذ شویو قوانینو په واقعي مانا اجرايي ضمانت نه دی لرلی، موږ هیله او تمه لرو، هغه څه چې حکومت وايي هغه ته د عمل جامې ورواغوندي او د خبریالانو د حقونو په حوزه کې هغه امتیازونه چې د حکومت قوانینو ورکړي دي پر هغه دې جدي عمل وکړي.»

افغانستان د خبریالانو لپاره تر ټولو خطرناک هېواد بلل کېږي لکه څنګه چې په ۲۰۱۸ کال کې شل افغان خبریالان وژل شوي او د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي ۱۵۰ پېښې ثبت شوې دي.

هرات کې د ازادۍ بیان د قربانیانو په نندارتون کې د هغو خبریالانو څلوېښت انځورونه نندارې ته اېښودل شوي چې د بیان ازادۍ لپاره د دوو وروستیو لسیزو په لړ کې قرباني شوي دي.

شریک یي کړئ