Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په دولتي بنسټونو کې د ښځو ونډه ۲۷ سلنې ته لوړه شوې

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمېسیون ريیس نادر نادري، په ملکي ادارو کې د اصلاحاتو د راوستو په اړه، دې ناسته کې خپل یو کلن کاري راپور وړاندې کړ.

ښاغلي نادري څرګنده کړه چې د تېره کال په پرتله په دولتي بنسټونو کې د ښځو ونډه پنځه اعشاریه دري دېرش سلنې ته لوړه شوې او دا ونډه ۲۷ سلنې ته رسېدلې ده.

د دغه بنسټ رییس د ښځو د ګډون د دغه زیاتوالي لامل د ښځو د وړتیاوو لوړوالی او همدارنګه د ګومارنې په بهیر کې د روڼتیا شتوالی بولي.

بلخوا نادر نادري د اداري فرهنګ بدلون، د بشري سرچینو مدیریت کې اصلاحات او د بنسټونو دننه بدلونونه، هغه درې ټکي چې کمېسیون یې خپلې لاس‌ته راوړنې ګڼي.

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمېسیون ريیس نادر نادري په دې اړه وویل:«د هېواد په مېرمنو کې د وړتیاوو لوړوالي، د ازادو سیالیو د پروسو ښه والی او د هغوی روڼتیا د دې زمینه برابره کړې ده چې پنځه اعشاریه دري دېرش سلنه »

د ښاغلي نادري په وینا تېر کال د هېواد د ملکي خدمتونو په لسو سکټورونو کې د ښځو ونډه پنځه اعشاریه دری دېرش سلنه لوړه شوې چې دا شمېر ۲۷ سلنې ته رسېدلی دی.

هغه کسان چې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون ته د څو ریاستونو د ترلاسه کلولو ازموینو ته راغلي دي، سیالي کوي او دولس پړاوه ازموینې ترسره کوي. 

ملکي ادارو کې د ریاست پسټ ته نوماند مطیع الرحمن کریمي په دې اړه وايي:«تحریري ازموینه یې په برېښنايي بڼه ډېر ښه په مخ ځي ډېری کسان دي چې له یوې بلې مرجع سره غیرمستقیم داخل شوي دي په هماغه لومړي فلټر کې بهر کېږي خو د مصاحبې په ازموینه کې لاهم ځينې ستونزې شته.»

سعدیه بارز وايي، یوه ریاست لپاره د وړاندیز ورکولو پنځه څلوېښت ورځې وروسته، اوس تر تقریرې ازموینې رسېدلې ده.

ملکي ادارو کې د ریاست پسټ ته نومانده سعدیه بارز څرګندوي:«د نورو نوماندانو په اړه نه پوهېږم خو زه له تحریري ازموینې راضي وم.»

دا په داسې حال کې لا هم لسګونه دولتي بستونه خالي دي او یا هم د سرپرستانو له‌خوا اداره کېږي.

نادر نادري د ښځو د ګډون د دغه زیاتوالي لامل د ښځو د وړتیاوو لوړوالی او همدارنګه د ګومارنې په بهیر کې د روڼتیا شتوالی بولي.

شریک یي کړئ