Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په دوه میاشتو کې ۴۰۰ زره تنو نوې پاڼیزې پېژندپاڼې اخیستې دي

د وګړو د احوال د ثبت اداره وايي په اوسني وخت کې د دې ادارې څه باندې ۴ زره کارکونکي په ۱۰۵۳ مرکزونو کې هېوادوالو ته د کاغذي تذکرو د ورکولو په حال کې دي.

د دغې ادارې ویاند وايي چې په تېرو دوو میاشتو کې یوازې ۴۰۰ زره تنو پېژندپاڼې اخیستې دي چې دا شمېر د دې ادارې له تمې ډېر کم دی.

د وګړو د احوال د ثبت ادارې ویاند روح‎الله احمدزی وايي:«د پاڼیزو پېژندپاڼو د اخیستو لپاره د خلکو حضور ډېر کم وه، خو په دغو وروستیو کې په ځانګړې توګه په تېرې اوونۍ کې د تذکرې د اخستوونکو حضور فوق العاده زیات وه.»

له بلخوا د اجراییه ریاست ویاند وايي په جدي توګه به په ټاکنو کې د جعلي تذکرو د کارولو مخه ونیول شي او له هغو کسانو سره به سخت چلند وشي چې د انتخاباتو په ورځ جعلي تذکرې کار وي.

د اجرايي رییس ویاند مجیب رحمان رحیمي په دې اړه څرګنده کړه:«د هغو پېژندپاڼو شمېرې چې په حوزو کې د رایه ورکوونکو له خوا ثبت کېږي، له راغونډولو وروسته، د وګړو د احوالو د ثبت ریاست له مالوماتي بانک سره تطبیق کېږي.»

اخو یو شمېر کارپوهان په دې باور دي چې باید د رایه ورکوونکو د نوم‎لیکنې له پای ته رسېدو مخکې د نوم‎لیکنې او تذکرو د وېش مرکزونه د یو بل ترڅنګ جوړ شي.

د پوهنتون استاد حسني مبارک عزیزي وايي:«د روڼتیا د رامنځته کېدو لپاره د ځایونو یوځای کېدل ډېر ګټور دي.»

د کاغذي تذکرو د وېش رسمي بهیر د تېر کال د کب په دوهمه نېټه پیل شو او په اوسني وخت کې د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې دا بهیر روان دی.

د وګړو د احوال د ثبت اداره وايي، ډېریو کسانو چې نوې پېژندپاڼې اخیستې دي د رایې ورکولو واجد الشرایط دي.

شریک یي کړئ