Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په سویډن کې د ډېریو افغان پناه غوښتونکو، غوښتنلیکونه رد شوي

هغو افغانانو چې د امن ځای او د غوره ژوند لپاره یې ځانونه سویډن ته رسولي وو،اوس د هغوی د نیمايي غوښتنلیکونه د دغه هېواد له خوا رد شوي او هغوی د بهر کېدو له ګواښ سره مخ دي.

افغان پناه غوښتونکو اوس د دغه کار د مخنیوي لپاره په لاریون لاس پورې کړی، او په سويډن کې د پاتې کېدو غوښتونکي دي.

ځمکه سخته؛ آسمان له وریځو ډک او  شړکنده باران، له ډېرې مودې راهیسې افغان کډوال دغه راز له یوه ناڅرګند راتلونکې سره مخ دی.

د طلوع نیوز خبریال ولي ارین له سویډن څخه وايي چې ډېری دغه پناه غوښتونکي ستونزمن ژوند لري.

شپه ده او داسیمه د ستاکهولم مرکزي برخه ده ؛ د سویډن خلک هم د خپل هېواد له لوري د  افغان کډوالو د اېستلو د پریکړې په اعتراض کې له کډوالو سره یو ځای شوي څو ددغو کډوالو د جبري اېستو مخه ونیسي .

په سویډن کې  یو افغان اعتراض کوونکی مسعود عظیمي وايي:«دلته ډېرې ستونزې دي، افغانانو ته رسېدنه نه کېږي،ځکه چې موږ زموږ ولسمشر پلورلي یوو.»

دا په داسې حال کې ده چې یو شمېر سویډنیان هم له دغوکډوالو سره یو ځای شپه په اعتراض کې سبا کوي .

په دې لړ کې یو شمېر کورنۍ هم ترسترګو کېږي، هغه کورنۍ چې ماشومان یې هم تر سهاره په همدې ځای کې وو.

د سویډن وګړې ایلیانا په دې اړه وویل:«د دې لپاره مې په دې اعتراض کې ګډون کړی دی، څو د کډوالو اېستل پای ته ورسېږي، موږ پوهېږو چې افغانستان ریښتیا هم نا امنه ځای دی، خو د کډوالۍ اداره د افغانانو په تړاو سخت دریځ لري.«

 د سویډن له نورو برخو هم افغان کډوال له دغو اعتراض کوونکو سره یو ځای کېږي.

 خو د ټولو موخه یوه ده، ځکه ډېری دغه کسان له همدې ستونزې سره مخ دي.

 دا هغه کسان دي چې  په افغانستان له ګواښونو او خطرونو د یوې غوره راتلونکې لپاره  دلته راتښتیدلې دي.

په سویډن کې افغان کډوال نصرت الله څرګنده کړه:«د افغانستان مشران!هغه کسان چې نوي دلته راغلي دي ولې له دوی سره تړون لاسلیک کړی.»

له ۲۰۱۵ زیږدیز کال راهیسې څو افغان کډوالو له دې امله چې دوسیه یې رد شوې ده ځان وژنه کړې ده.

 څلویښت نور افغان کډوال هم افغانستان ته لېږل شوي دي.

 دلته اعتراض کوونکي د دوی د دوسیې په ردولو کې افغان حکومت هم ښکیل بولي.

په ۲۰۱۵زیږدیز کال کې سویډن ته په ناقانونه توګه د راغلو افغان کډوالو شمېر څه باندې یو ۱۶۲ زرو تنو ته رسېږي، دا هغه شمېر دی چې په سویډن کې یې د افغانستان سفارت له ورکول کېږي، سوریې، عراق او افغانستان په دغه هېواد کې تر ټولو ډېر کډوال لرلې دي.

شریک یي کړئ