Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په قطر کې له امریکايي استازو سره د طالب استازو د خبرو دویمه ورځ

نن دویمه ورځ ده چې د طالبانو استازي د افغانستان د سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي سره په قطر کې په خبرو بوخت دي.

پرون د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خپل ټوېټر پاڼه لیکلي و چې طالب استازو د قطر په پلازمېنې دوحه ښار کې له امریکايي استازو سره لیدلي دي.

د دغو خبرو اترو اصلي چورلیز له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل، او همدارنګه دا چې د سولې له هوکړې وروسته افغانستان د هېڅ هېواد لپاره ګواښ نه وي، وو.

طالبانو ته یو شمېر نږدې کسان د دې ناستې پایلو ته هیله‎من دي، خو د خبرو په لومړۍ ورځ د دواړو لوریو ترمنځ پر کومو مسلو بحث وشو؟

سیاسي شنوونکی حسن حقیار وايي:«د دغې غونډې مهمه اجنډا په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ماموریت او د هغوی وتلو پر سر بحث دی او همدارنګه د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته، افغانستان د هېڅ هېواد لپاره ګواښ نه وي.»

له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو څرنګوالی چې اوس د دغو خبرو د وصل ټکی بلل کېږي، په تېرو ناستو کې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي لخوا له طالبانو سره په دې توګه مطرح شوی و. 

د سیاسي چارو کارپوه وحید مژده څرګندوي:«ویلي وو چې په افغانستان کې زموږ ځواکونه دې وي او د وتلو لپاره یې نېټه ټاکو، خو دا نېټه حتمي نه ده، تاسې راشئ او په لنډمهالي حکومت کې ونډه واخلئ او راتلوونکی حکومت دې د امریکايي ځواکونو د وتلو او حضور په اړه پرېکړه وکړي چې طالبانو دا ونه منله.»

خو د سولې عالي شورا غواړي چې دا ناستې ژرتر ژره پایلې ته ورسېږي او باید له طالبانو سره د افغان حکومت د استازو کتنې پیل شي.

د سولې عالي شورا ویاند سید احسان طاهري وویل:«هېڅ غونډه چې دوام وکړي، د افغانستان پر سولې او ټیکاو دا ټول اغېزه نه شي لرلای.»

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر هم د افغانانو ترمنځ پر خبرو ټینګار کوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي څرګنده کړه:«ترهغه چې افغانان مخامخ خبرې ونه‎کړي او خپل درد او کړاو هېر نه‎کړي او د هېواد د راتلوونکي، سولې او ثبات په هکله فکر ونه‎کړي، پاکستان په یوازې په دغه هېواد کې د ټیکاو د راوستو لپاره کوم کار نه‎شي کولای.»

دا څلورم ځل دی چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي له طالبانو سره کتلي دي، درې ځله په قطر او یو ځل هم په ابوظبي کې، خو وبه لیدل شي په دغه څلورم ځل کتنه کې هماغه شان چې افغان حکومت یې تمه لري دواړه لوري به د پام وړ پایلې ته ورسېږي؟

په قطر کې د طالبانو او امریکايي استازو د خبرو اترو اصلي چورلیز له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل، او همدارنګه دا چې د سولې له هوکړې وروسته افغانستان د هېڅ هېواد لپاره ګواښ نه وي، وو.

شریک یي کړئ