د هېواد په سوېل ختیځ کې د ملي پوځ چارواکي وايي چې د لوګر ولایت په څرخ ولسوالۍ کې د یوې چاودنې په ترڅ کې، ۸ ولسي وګړي وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.
د هېواد په سوېل خیتځ کې د ۲۰۳ تندر قول اردو چارواکي وايي چې دغه چاودنه نن پنجشنبې (د چنګاښ ۷ مه) د یوې بجې په شاوخوا د اسماعیل خېلو په کلي کې هغه مهال رامنځته شوه چې ځینې ځوانان د سولې پروسې د ملاتړ په پار سره راغونډ شوي وو.
د دغې قول اردو د چارواکو په وینا، د وژل شویو په منځ کې یوه مېرمن او یو ماشوم هم شامل دي.
تراوسه د دغې چاودنې ډول روښانه نه دی.