د لوګر ځايي چارواکي نن (پنجشنبې د چنګاښ ۲۹ مه) وايي چې په دغه ولایت کې د طالبانو د برید په پایله کې، درې سیمهییز پولیس وژل شوي او یو بل یې ټپي شوی دی.
د لوګر د والي ویاند سلیم صالح وايي چې طالبانو د بره کي برک ولسوالۍ د دوشیخ په سیمه کې د سیمهییزو پولیسو د ګزمې پر موټر برید وکړ او د درې پولیسو له وژلو او د یوه له ټپي کېدو وروسته د هغوی رنجر موټر یې له ځان سه بیولی دی.
په څو وروستیو ورځو کې دا درېیم ځل دی چې طالبان د پولیسو پر ځواکونو له برید وروسته د هغوی موټر له ځانه سره وړي.