د لوګر ولایت ځايي چارواکي د دې پخلی کوي چې د دغه ولایت په ازرې ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو د هوايي برید په پایله کې ۷ تنه طالب اورپکي وژل شوي دي.
د لوګر د ولایتي شورا غړی ولي وکیل وايي چې دغه برید تېره ورځ له ۱ بجې وروسته د طالبانو پر یوې ډلې ترسره شوی دی.
هغه په دې اړه ډېر جزییات وړاندې نه کړل. په ورته وخت کې طالبانو هم تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.