Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په لوی اختر کې د بل اوربند لپاره د افغانانو هیلې

د اختر له نېږدې کېدو سره بیا هم د یوه اوربند آوازې پورته شوي.  یو شمېر حکومتي چارواکي اوربند ته د حکومت د لېوالتیا خبره کوي، په داسې حال کې چې موده به یې له لومړي اوربنده اوږده وي.

په دې لړ کې ځينې هېوادوال په دې اړه خوشبینه دي، خو وايي که‎چېرې دا اوربند د تېر اختر د اوربند په څېر دوام ونه کړي، د جګړې د اور له لمبو به څه کم نه شي.

د سولې عالي شورا غړې لیلا جعفري په دې اړه وویل:« زموږ منظور افغان او مسلمان طالبان دي لکه څرنګه یې چې مخکې د ملت غږ ته لیبک وویه، درې ورځنی اوربند یې ومنه او په خپلې ژمنې یې وفا وکړه؛ دا ځل هم د خلکو د سوله غوښنې غږ ته دې د اوربند له پیل سره لیبک ووايي.»

اخوا یو شمېر هېوادوال هیله لري چې اوربند اعلام شي، خو د تېر په څېر یې نه غواړي.

د کابل یوه اوسېدونکې وايي:«موږ اوربند غواړو خو دوه یا درې ورځنی اوربند نه. موږ غواړو چې په افغانستان کې دایمي اوربند راشي.»

د کابل بله اوسېدونکې:«خلک له افغانستانه په تېښته دي. که‎چېرې اوربند ونه شي خلک اړ دي وطن پرېږدي.»

بل پلو په حضوري چمن کې ځوانان چې میاشتې وړاندې له هلمنده- کابل ته د راتګ په موخه سلګونه کیلومتره لار وهلې، د سره لمر لاندې سولې ته د خلکو د جدي اړتیا خبره کوي.

 پاچا خان چې د لارو په اوږدو کې له طالبانو سره هم لیدلي وايي، چې هغوی هم له جګړې ستړي شوي دي.

د سولې غوښتنې د ولسي خوځښت د اړیکو مسوول پاچا خان مولاداد وویل:«په هغو ځایونو کې چې اوربند تر پښو لاندې شوی هلته هم جګړه ونه شوه. طالبان او دولتي ځواکونه سره یوځای اوسېدل. له دې امله هم طالبان او هم حکومت له جګړې ستومانه شوی.»

د سولې غوښتنې ولسي خوځښت ویاند په دې باور دي، چې د کمې مودې اوربند به هیڅ درد دوا نه کړي.

د سولې غوښتنې د ولسي خوځښت ویاند بسم الله وطندوست څرګنده کړه:«که‎چېرې لنډمهاله اوربند اعلان شي، زموږ هېواد به په هېڅ لور ولاړ نه شي. له دې امله څلوېښت کاله دي چې موږ په دغه وضعیت کې ژوند کوو، مهمه خبره دا ده که‎چېرې ځينې هېوادونه، څارګرې ادارې له افغانستان څخه لاس واخلي، وضعیت به په خپله ښه شي.»

افغان حکومت سږ کال د روژې په اوه یشتمه اوربند اعلام کړ او طالبانو هم د اختر په درېیو ورځو کې له جګړې لاس واخیست. که څه هم حکومت یاد اوربند بیا لسو ورځو ته وغځاوه خو طالبانو بیا خپلو بریدونو ته دوام ورکړ.

شریک یي کړئ