د هلمند ولایت ځايي چارواکي وايي چې نن کهیځ (جمعه د لړم په ۱۹ مه) د لښکرګاه په ښار کې یوه چاودنه وشوه.
د هلمند د والي ویاند عمرځواک وايي چې دغه چاودنه د لښګرګاه ښار د درېیمې حوزې د بولان په سیمه کې د پولیسو پوستې تهڅېرمه د یوه موټر بم د چاودنې له امله وه.
په هلمند د سرحدي پولیسو د لوا قومندان ظاهرګل مقبل په دې اړه طلوع نیوز ته وویل چې یو ځانمرګی بریدګر له چاودېدوکو توکو څخه په یوه ډک مازدا موټر کې سپور او د سرحدي پولیسو د دویم کنډک اډې تهڅېرمه چاودنه ورکړه.
هغه همدارنګه وویل چې د دغې چاودنې په پایله کې یو پولیس وژل شوی او پنځه تنه نور ټپيان شوي دي.