Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په میرزا اولنګ کې د عملیاتو پیل، پوځيان وايي چې ۱۱ ترهګر وژل شوي

د سرپل ولایت امنیتي چارواکي وايي چې له ترهګرو څخه د میرزا اولنګ د بېرته نیولو لپاره د «البرز لس» تر نامه لاندې عملیات په لاره اچول شوي دي.

په سرپل کې د ملي پوځ د دویمې لوا قومندان عبدالغفار احسان چې د دغو عملیاتو مشري په غاړه لري وايي چې په دغو عملیاتو کې تراوسه، له طالبانو څخه درې پوستې نیول شوي دي.

هغه په اړه وویل:«پرمختګونه لرو؛د شیرم غره تر لوړو رسېدي یوو، د میرزا اولنګ درې له ټینګښت وروسته زموږ قطعې درې ته ننوځي.»

دا په داسې حال کې ده چې د تېرو اوو ورځو راهیسې، د میرزااولنګ دره او د دغې درې د غرونو په څوکو کې طالبان او د داعش ډلې کسان دي.

خو د سرپل والي د البرز لس په نوم د عملیاتو او د دغې سیمې د بېرته ولکه کولو پر سوکه والي نیوکه کوي.

د سرپل والي محمد ظاهر وحدت په دې اړه وویل:«هیله لرو چې امنیتي لوړو پوړي مسوولان عملیات ګړندي کړي او په منظمه توګه سوق اداره وکړي او ټول په جنګي درېدنو کې حضور ولري.»

له سیمې څخه د طلوع نیوز خبریال وايي چې لیدل کېږي، چې په دغو عملیاتو کې دواړه ښکېل لوري، د مخابرې په وسیله د مبارزې خبره کوي.

په همدې حال کې د پوځ سرتېري، د میرزااولنګ سیمې د بېرته کنټرولولو لپاره د جدي نیت خبره کوي.

د ملي پوځ سرتېری قمر الدین زیاته کړه:«جګړه نن ګهیځ ۵ بجې پیل شوه او تراوسه چې ۱۱ بجې دي، دوام لري. خو که‎چېرې هوايي بریدونه نه وي هېڅ پایله به ونه لري.»

عملیات یوه اوونۍ وروسته تر هغو پیل شول، چې د ځایي چارواکو په وینا، د دولت د مخالفو وسله والو له لوري، د ښځو او ماشومانو په ګډون، کابو ۵۰ تنه ووژل شول.

د میرزا اولنګ له غمیزې ۷ ورځې وروسته چې په هغه کې ماشومان، ښځې، زاړه په بې رحمۍ د ترهګرو له خوا ووژل شول، حکومت نن جمعه (د زمري په ۲۰ مه) له ترهګرو څخه د دغې سیمې د ازادېدو لپاره عملیات پیل کړی.

شریک یي کړئ