Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په میزا اولنګ کې د درې ډله‎ییزو قبرونو موندل

د طلوع نیوز خبریالان د دغو ډله‎ییزو قبرونو د لیدو پر مهال وايي چې په دغو قبرونو کې ډېری د ولسي وګړو او د ځينو ولسي‎پاڅوون کوونکو مړي لیدل کېږي.په یوه دغه قبر کې د درې ماشومانو مړي هم لیدل شوي، چې سرونه یې پرې شوي دي.

تراوسه له دغو ډله‎ییزو قبرونو څخه ۴۲ مړي راوستل شوي دي.

رضا د میرزا اولنګ یو اوسېدونکی دی چې له لسو ورځو وروسته خپلې سیمې ته راغلی او د خپل پلار په لټه کې دی چې د هغه یوازې یو بوټ یې موندلی دی.

هغه زیاته کړه:«دا مې د پلار بوټ دی.هغه نور ژوندی نه دی وژل شوی دی.»

د نوموړي پلار له ۲۲ نورو کسانو سره د دې غونډۍ په یوه څنډه کې په ډله‎ییز قبر کې خښ دی.

اسدالله د میرزا اولنګ یو بل اوسېدونکی چې له خاورو د خپل زوی مړی راباسي، هغه له خپلې مور او خور سره خپل پلرني کلي ته ورغلی وه چې د دولت مخالفو وسله والو پر دغې سیمه برید وکړ.

د قرباني پلار اسدالله وویل:«طالبانو چې دوی ونیول مور یې ورته وویل چې موږ د سرپل له مرکز څخه یوو موږ هلته ژوند کوو. یو څلور دانې غواوې لرو خو طالبانو ورته وویل که د سرپل وې یا د دې ځای موږ دې زوی له ځان سره بیایوو.»

د میرزا اولنګ یو بل اوسېدونکی رمضان چې اته ورځې له مخالفو وسله والو سره بندي وو داسې وايي:«دغه شان یې خل د درې برې خوا ته بوتلل او د درې په بر سر کې یې وویل چې زموږ ملایان هلته دي تاسو ته تبلیغ کوي خو د جر تر خوا یې ودرول او یو یو یې په ډزو سره ووژل او دننه په جر کې یې د هغوی مړي وغورځول.»

داعش ډلې په دې وروستیو کې په سرپل ولایت کې د ۵۴ تنو د وژلو مسوولیت منلی دی.

ویل کېږي چې طالبان تراوسه هم د دغې درې په لیریو پرتو سیمو کې حضور لري او تراوسه هم هغه کسان چې دلته ژوند کي دا وېره لري چې هغوی دې ځای ته راستانه نه‎شي.

شریک یي کړئ