افغان ولسمشر اشرف غني په جلال اباد ښار کې د ننګرهار د ګډوالو چارو پر ریاست له برید یوه ورځ وروسته د دغه ولایت د لا زیاتو امنیتي تابیاو لپاره بیړنۍ غونډه جوړه کړه.
ولسمشرۍ ماڼۍ د یوې خبرپاڼې له خپرولو سره لیکي چې په دغې ناسته کې ولسمشر د ننګرهار ولایت د امنیتي وضعیت د ښهوالي لپاره ټینګار وکړ.
په دغې غونډه کې د ننګرهار والي حیات الله حیات، د ۲۰۱ سېلاب قول اردو قومندان او همدارنګه د دغه ولایت امنیه قومندان او د امنیت رییس د ننګرهار ولایت د امنیتي وضعیت په اړه خپل راپورونه وړاندې کړل.
هغوی ویلي چې داعش ډله په ننګرهار کې سخته ځپل شوې او له همدې امله د دغې ډلې ویجاړونکې کړنې جلال اباد ته متمرکزې شوې دي.
دغه چارواکي د ننګرهار د امنیتي وضعیت د ښهوالي او د ترهګریزو بریدونو د شنډولو لپاره خپل وړاندیزونه هم وړاندې کوي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې ښاغلي غني په دغې غونډه کې په ننګرهار کې د وروستۍ پېښې د قربانیانو کورنیو ته تسلیت ویلی او ځايي چارواکو ته یې د قربانیانو کورنیو ته د رسېدنې په پار اړینې لارښونې کړې دي.
هغه وویل چې ملي پوځ د ننګرهار ولایت له پولیسو سره په همکارۍ کې د دغه ولایت د امنیت په ټینګښت او د خلکو لپاره د امنیتې فضا په رامنځته کولو کې سره ګډ کار وکړي.
هغه ټینګار وکړ چې باید په ننګرهار کې امنیه فضا رامنځته شي او ملي پوځ په جلال اباد کې د ځانګړ قطعاتو تر ځای پر ځای کېدو پورې خپلې دندې ته دوام ورکړي.
د افغانستان لوی درستیز په دغې غونډه کې د سیمهییزو ځواکونو د رامنځته کېدو او په ننګرهار ولایت کې د هغوی مېشت کېدلو په اړه مالومات ورکړ.
په دغه ویډیو کنفرانس کې، ښاغلي غني د ننګرهار د ملي امنیت چارواکو ته لارښونه وکړه چې د دغه ولایت د ملکي ادارو د امنیت ټینګښت لپاره هر اړخیزې تابیاوې ونیسي.
د ولسمشرۍ ماڼۍ په خپرپاڼه کې راغلي دي چې په دغې غونډه کې پرېکړه وشوه چې د ننګرهار ولایت د امنیت د ټينګښت لپاره لنډمهاله، منځمهاله، او اوږدمهاله تابیاوې ونیول شي او ډېر ژر اعلان شي.