د هندي رسنیو د رپوټ له مخې یو افغان ځوان چې په نوي ډیلي کې یې د ځانمرګي برید هوډ درلود د دغه هېواد د امنیتي ځواکونو لخوا نیول شوی او افغانستان ته استول شوی دی.
په رپوټ کې راغلي دغه کس چې څه باندې شل کاله عمر لري ځان د انجینرۍ څانګې محصل بولي او له هغو دوولس زره ترهګرو دی چې په پاکستان کې روزل شوي دي.
د دې رپوټ له مخې دغه کس د ډیلي په سوېل لاج پت نګر سیمه کې اوسېده.
د ملي دفاع وزارت د ویاند د دفتر سرپرست محمد رادمنش په دې اړه وویل:«موږ هر هغه څوک چې په بهر کې جرم وکړي تاسې پوهېږئ کله چې دننه افغانستان ته راوستل کېږي کوم ارګان ته سپارل کېږي. هغه ارګان ته یې سپاري چې له هغه څېړنې کوي، له هغه پوښتي، د شبکو په اړه له هغه پوښتي او هغه مسایل له هغه پوښتي چې وکړای شي پيدا کړي چې دی په افغانستان کې له کومې ترهګرۍ ډلې سره د افغان دولت پر ضد فعالیت کوي.»
یو شمېر هندي رسنیو همداراز ویلي دغه افغان د یوه شتمن سوداګر زوی دی. خو د افغانستان امنیتي ادارو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د هندي رسنیو د رپوټونو له مخې امریکایي استخبارات هم د داعش ډلې د دغه غړي په تعقیب او موندلو کې ونډه لرلې ده.