دغه وزارت وايي چې د دغو قاچاق کوونکو له ډلې ۳۵ تنه یې مېرمنې وې.
دولتي ځواکونو د سېشنبې په ورځ په کابل کې د یوې غونډه په لړ کې د انساني قاچاق د مبارزې د څرنګوالي په اړه سلامشوره وکړه.
د کورنیو چارو وزارت په هېواد کې د انساني قاچاق کوونکو د فعالیت له زیاتوالي څخه خبره کوي او زیاتوي چې دغه وزارت د انسان ۶۰۰ قاچاق کوونکي نیولي دي.
د کورنیو چارو وزارت د جنايي ریاست د انساني قاچاق د امریت امر شفیق الله نیازی وايي:«د ۶۷۰ تنه د انسان د قاچاق په تور نیول شوي او عدلي او قضايي بنسټونو ته معرفي شوي دي.»
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د انسان د قاچاق ډېری قربانیان ځوانان بولي.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو مرستیال کمال سادات په دې اړه څرګنده کړه:«دغه پیسې په خپل هېواد کې د خپلو ځوانانو لپاره ولګوئ.»
منصور یو له هغو ځوانانو څخه دی چې ښه ژوند ته د رسېدو لپاره له ناقانونه لارو څخه اروپا ته ولاړ او له اوه کلونو وروسته په بې برخلیکۍ کې هېواد ته راستون شو.
راستون شوی منصور وايي:«قاچاق وړونکي موږ یې له دې ځایه وخوځولو او د ایران تر پولې ورسېدو، د ایران په پوله کسان زیات شول.»
دغه ځوان وايي چې قاچاق وړونکو ته یې ډېرې پیسې ورکړې او دغه چاقاق کوونکي د کابل په هرې برخه کې په ښکاره خلک د اروپا تګ ته هڅوي.
منصور زیاته کړه:«په ډېرو ستونزو سره د ایران شیراز ته ورسېدو او څو شپې او ورځې مو ډوډۍ ونه خوړه.»
افغانستان په درې وروستیو کلونو کې لوېدیځ ته په بې مخینې توګه د هېوادوالو د تګ شاهد وه، د شمېرو له مخې په دوو وروستیو کلونو کې څه باندې ۲۰۰ هېوادوال په ناقانونه توګه اروپا ته تللي دي او د هغوی ډېری په اروپايي هېوادونو کې په بې برخلیکۍ کې ژوند کوي.