Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په هېواد کې د ترهګرو پر مورچلو د هوايي بریدونو زیاتوالی

د افغانستان د جګړې په اړه د امریکې د نوې تګلارې له اعلان وروسته، د ترهګرو پر مورچلو د افغان او بهرنیو ځواکونو هوایي بریدونه زیات شوي دي.

هغسې چې په وروستیو ۲۴ ساعتونو کې، افغان هوایي ځواکونو، له ۱۲۰ نه زیات پروازونه کړي.

بل لورې د دفاع وزارت وایي، په همدغه موده کې، افغان هوایي ځواک له ۲۰ نه زیاتې سیمې په نښه کړې دي.

د افغانستان هوايي ځواکونه په دې ورځو کې په پوځي عملیاتو کې ډېره ونډه اخلي .

 په دې لړ کې د هېواد د شمال تاوتریخوالو ؛ دغه ځواکه چې په مزار شریف کې  ډېر دي د ورځې څو ځلې د جګړې د ډګرونو پر سر ګرځېدو ته اړ دي.

د افغانستان د هوايي ځواک پیلوټ محمد نعیم اسدي وویل:«د افغانستان په هوايي ځواکونو کې ډېر بدلون لیدل کېږي. کله چې دلومړي ځل لپاره، په ۲۰۱۳ کال کې، دلته راغلم، په دې کچه الوتکې یې نه ‎لرلې. په ۲۰۱۳ کال کې مو جنګي چورلکې او جنګي جېټ نه‎لرل؛ خو اوس له دغو چورلګو او جېټونو څخه لرو.»

بهرنیو ځواکونو هم د بل هر وخت پر تله د افغان امنیتي ځواکونو د پرمختګ هڅې کوي ؛ په تېره بیا د هوايي ځواکونو د روزنې په برخه کې.

پوځي ښوونکی څرګنده کړه:«زما چورلکه خوښېږي ؛ یعنې زه په خپله خوښه دلته راغلم ؛ دا چورلکې ډېره ښه ده او په پلان شویو ماموریتونو کې ترې کار اخیستل کېږي؛ ما له ډېرو افغان امنیتي ځواکونو سره کار کړی دی؛ دوی هغه  ګړندي انسانان دي چې پوهېږي څه کوي.»

بل پوځي ښوونکی وايي:«زه هر سهار پیلوټان وینم؛ او د هغې ورځې د عملیاتونو ؛ او د الوتنې د لارو او برید به تړاو سره خبرو کوو؛ موږ دا کار ترسره کوو څو مو له افغان ځمکنیو ځواکونو ملاتړ کړی وي او هغوی وکړای شي چې بېرته روغ خپلو کورونو ته ستانه شي.»

 د هرې ورځې په پیلېدو سره؛ لومړي دولتي ځواکونه او بهرنیي پوځیان د هغو سیمو د په ګوته کولو لپاره لاس په کار کې کېږي چې باید د هوايي ځواکونو له لوري په نښه شي.

د ملي دفاع وزارت ویاند دولت وزیري په دې اړه په ډاګه کړه:«د دې لپاره چې کومې موخې زموږ هوايي ځواکونه له منځه یوسي او کومې هم د امریکا متحده ایالات او یا هم پرېکنده ملاتړ ماموریت.»

په دې وروستیو کې پنټاګون د څه باندې  اوه سوو شل ملیون ډالرو په ارزښت له یوه امریکایي شرکت سره یو تړون لاسلیک کړی دی چې د هغه له مخې افغان هوايي ځواکونو ته د چورلکو او الوتکو په سپارلو کېدو سره د هغوی وړتیاوې لوړې شي.

 د امریکا متحدو ایالتونو ویلي دي  په پام کې لري چې په راتلونکو څو کلونو کې افغان ځواکونو ته ۱۵۰ چورلکې او الوتکې وسپارې.

شریک یي کړئ