Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په هېواد کې د روانې اوضاع په اړه په کابل کې د بایسکل ځغاستو نیوکه

لږ تر لږه ۳۵ نجونو او هلکانو نن پنجشنبې(د وري په ۱۷ مه) په کابل کې په یوه ننداریز خوځښت کې په هېواد کې د روانو ستونزو په اړه خپل اعتراض یې د بایسکل ځغاستې له لارې د حکومت غوږ ته ورساوه.

دغه ۳۵ بایسکل ځغلوونکې د بلخ، بامیان، هرات او کابل ولایتونو دي چې د ټولنیزو نابرابریو په وړاندې د اعتراض په توګه یې ۱۲ کیلومتره مزل کړی ترڅو د هېواد د اوسني وضعیت په اړه خپله ناخوښي افغان چارواکو ته ورسوي.

د کابل بایسکل ځغلوونکې لطیفه سلطاني وايي:«په دغې بایسکل ځغاسته کې مې له کابل څخه ګډون کړی ترڅو له حکومت څخه یوه ښه حکومتوالۍ او اصلاحات وغواړو.»

بایسکل ځغلوونکي ذبیح الله قهار وویل:«یو بدلون باید راشي ترڅو ځوانان، لوبغاړو او د هېواد د ښځو غږ واورېدل شي.»

دوی د ولسمشر دوهم مرستیال ته وايي افغان مېرمنو تراوسه سیاسي، ټولنیز‎، کلتوري او اقتصادي ګوښه توب زغملی او باید دا وضعیت نور دوام ونه‎‎کړي.

د پروګرام په لارې اچوونکې منیره جلالي ویلي:«ښه حکومتوالۍ او په دولتي ادارو کې اصلاحات او خلکو ته د خدمتونو وړاندې کول زموږ د هیلو تر لاسه کېدل دي.»

خو د ولسمشر دوهم مرستیال وايي تلپاتې سولې ته د افغانستان رسېدل یوه پياوړي دولت او اولس او همداراز د یو بل منلو ته اړتیا لري.

د ولسمشر دویم مرستیال سروردانش وايي:«که‎چېرې په دغو دو پړاونو کې،د دولت جوړونې په پړاو او ملت جوړونې په پړاو کې موږ بریالي کېږو،په افغانستان کې تلپاتې سوله په خپله او د جګړې له لارې پرته تحقق پیدا کوي.»

د هېواد له نیمایي زیات وګړي ځوانان دي خو دغه ځوانان نیوکه کوي چې په دولتي ادارو کې د روابطو او فساد له امله له ځوانانو سره یو شان چلند نه کېږي.

شریک یي کړئ