Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په هېواد کې د ټاپي پروژې د کار له پیله د هېوادوالو هرکلی

په هرات ولایت کې د ټاپي پروژې د کار له پرانیستې، د دغه ولایت د اوسېدونکو له جشن او نڅاګانو سره یې هرکلی وشو.

د هرات ولایت اوسېدونکو، نن د واټونو پر سر د جنشنونو له جوړولو سره، د ټاپي پروژې د کار پیل یې د هېواد د پراختیا لپاره ستر ګام وباله او ټینګار کوي چې د ژوند پر بیه به، د دغې پروژې له عملي کېدو ملاتړ وکړي.

هرات ولایت ته د ټاپي پروژې د غړو هیوادونو مشرانو په ورتلو سره دودیزې جامې په اغوستلو سره ځينې کسان سړکونو ته راوځي او په دې موخه خوښي کوي.

د هرات د خلکو د ټولنې رییس نثار احمد مصدق په دې اړه وايي:«دا ستره اقتصادي پروژه ده او د افغانستان د تاریخ په اوږدو کې، بې مخینې ده. په افغانستان کې د دې د پیل مبارکي وایم.»

د هرات اوسېدونکې مجلا حکاک هم زیاته کړه:«دا پروژه کولای شي هم په امنیت او هم د هېواد په ټولنیزې هوساینه کې مرسته وکړي.»

دا په داسې حال کې ده چې د هرات واټونه، له څو ورځو راهیسې، په دغه ولایت کې د ټاپي پروژې د پیل په مناسبت، سینګار شوي دي.

د هرات ښاروالۍ کار کوونکي هم د ټاپي پروژې د کار پيل د راتلونکي لپاره غوره بولي.

د هرات ښاروالۍ یو کارکوونکی محمد کریم هم وویل:« پر دغې پروژې ټول ویاړي او رضایت لري، زموږ د وړیا لامل دی.»

دغه راز په ولسي جرګه کې د هرات د خلکو استازي د دې پروژې د امنیت خوندیتوب ټينګار کوي.

غلام فاروق مجروح په دې اړه څرګنده کړه:«د افغانستان د خلکو ټولګه په ځانګړې توګه د هرات خلک، او وروسته د نورو ولایتونو خلک چې دغه نل‎لیکه له هغو ولایتونو تېرېږي، مسوولیت لري چې له خپل ټول وس سره له دغې پروژې ملاتړ وکړي.»

په همدې حال کې په ختیځو ولایتونو کې هم ځينې ځوانان د جلال اباد ښار واټونو ته راوتلي او له دغې پروژې هر کلی کوي.

دوی د ښار په بېلابېلو واټونو کې د یو لوی موټریز کاروان په بدرګه د ملي بیرغونو په رپېدو سره  د ټاپي پروژې د ملاتړ شعارونه ورکوي.

د هېواد په ختیځ کې د وطنپال مدني ټولنې رییس هدایت الله زهیر په دې اړه وویل:«موږ له دغې پروژې خپل ملاتړ اعلان وو، او د دغه ستر کار د بریا لپاره به هڅه وکړو. ترڅو نورې اقتصادي پروژې هم دلته عملي شي. او همدارنګه نړیوالو ته دا پیغام رسوو چې موږ سوله غوښتونکي یوو او جګړه نه غواړو.»

همدا راز د هېواد د بېلابېلو ولایتونو پر اوسېدونکو غږ کېږي چې د ټاپي پروژې ملاتړ دې وکړي او حکومت دې د دا راز نورو پروژو پلي کېدو لپاره هم هلې ځلې وکړي.

د ننګرهار یو قومي مشر محمد حنیف ګرډیوال وايي:«له یوې خوا دا پروژه د خلکو لپاره کار رامنځته کوي او له بلخوا، د خلکو پر ژوند په نېغه توګه اغېزه کوي.»

د افغانستان په هرات ولایت کې د ټاپي پروژې د چارو پیل د افغان ولسمشر له لوري وشو چې د هېواد په ګډون له دغه پروژې ترکمنستان، هندوستان او پاکستان هېواد هم برخمن دی.

له هراته تر ننګرهاره او له بلخه تر هملنده په افغانستان کې د ټاپي پروژې له پيله د هېوادوالو، د اعلان ملاتړ کړی او د هغه د هرکلي لپاره واټونو ته راووتل او په اټنونو یې لاس پورې کړ.

شریک یي کړئ