Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په هېواد کې د روږدو ښځو او ماشومانو د درملنې مرکز پرانیستل شو

د عامې روغیتا وزارت د شمېرو پر بنسټ په افغانستان کې د روږدو کسانو شمېر څه باندې ۳ مېلیونو تنو ته رسېږي. چې له دې ډلې یو مېلیون یې ښځې او سل زره یې ماشومان دي.

د عامې روغتیا وزارت په هېواد کې د روږدو کسانو شمېر زړه بوږنونکی بولی خو وايي چې د دوی د درملنې لپاره هم هڅې کوي.

 بلخوا په کابل کې د ښځو او ماشومانو د درملنې په لومړني مرکز کې چې په دې وروستیو کې یې په فعالیت پیل کړی څه باندې ۳۰ ښځې او ماشومان بستر دي.

دغه مرکز ۱۲۰ بستره لري چې په هغې کې د لوست، زده کړې ټولګي او د ماشومانو لپاره د لوبو خونې هم جوړې شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت د نشه‎يي توکو د تقاضا د کوموالي رییس ډاکټرفواد عثماني:«هغه سرچینې او وړتیاوې چې موږ یې په لاس کې لرو،د ستونزې پراختیا ته په پام سره،هېڅ دي.خو همدا ژمنه ده چې تاسې یې په دې برخه کې هر ورځ مثبت ګامونه وینئ؛د نن ورځې په څېر چې دغه مرکز پرانیستل شو.»

د روږدي مور تر څنګ دوه ماشومان

سمیرا،چې په نشه‎يي توکو روږدي ده،له دوو ماشومانو سره یې له اتو ورځو راهیسې په دغه مرکز کې تر درمنلې لاندې ده.

 موسیقي د هغه د ژوند نه بېلېدونکې برخه وه یو مهال هغې ګېټار غږوه. له ښوونځي وروسته یې په دې برخه کې د دوه کلونو لپاره زده کړې وکړې. خو نشه‎يي توکو د هغه د ژوند ساز چوپ کړ.

سمیرا وايي:«درې کاله مې نشه‎يي توکي وکارول،یو ځل مې درمنله وشوه،بېرته بیا دوه میاشتې کېږي چې نشه‎يي توکو ته مې مخه کړې.ټولنیز کارکوونکي زما خوا ته راغلل او روغتون ته یې معرفي کړم،زه هم راغلم دلته.د دغه ځای ډاکټران مې ولیدل. بیا ولاړم ماشومان مې له ځان سره دلته راوستل،اوس ښه خوشحاله یم.»

د دغه مرکز مسؤول حبیب الله سادات وايي:« په دوه پړاونو کې د ناروغان درملنه کېږي.لومړی پړاو د زهرو وژل دي دویم پړاو بیا پیاوړتیا ده.»

په دغه مرکز کې اروا پوه مارینا وايي:«کله چې درې – څلور ورځې  تېرې شي،شدیده وسوسه پیدا کوي او د درملنې لپاره نه چمتو کېږي او غواړي چې بېرته ستانه شي.موږ به بېلابېلو ناستو کې له هغوی سره خبرې اترې کوو او کوښښ کوو چې په دې ځای کې د پاتې کېدو لپاره راضي شي.»

ډم‎کړۍ د هېواد په ګوټ ګوت کې د روږدو کسانو د  درملنې لپاره ۱۰۹ شتون لري،خو د ۳ مېلیونو روږو کسانو د درمنلې لپاره دا شمېر مرکزونه بسندویه نه دي.

شریک یي کړئ