Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په هېواد کې له انساني قاچاق سره د مبارزې شبکه فعاله شوه

دا شبکه د انساني قاچاق د مخنېوي، په تړاو د عامه پوهاوی او پر عاملینو یې د قانون پلي کولو لپاره رامنځته شوې ده.

د دغې شبکې په پرانېستغونډه کې د حکومت اجراییه رییس په ګډون د امریکا متحده ایالاتو سفیر او د مهاجرت نړیوال سازمان مسوولینو برخه اخیستې ده.

د ملي یوالي حکومت اجراییه رییس د دې شبکې د پرانستلو په مراسمو کې د انساني قاچاق پر زیاتېدو په اندېښنې سره له عدلي او قضايي ارګانونو غوښتي چې د دې ستونزې د پایته رسېدو لپاره جدي ګامونه واخلي.

اخوا په کابل کې د امریکا سفیر بي ثباتي، د نا امنیو پراختیا او تاوتریخوالي په افغانستان کې د انساني قاچاق عوامل بولي.

د ملي یووالي حکومت اجرايي رییس ډاکټر عبدالله عبدالله په دې اړه څرګنده کړه:«له انساني چاقاق سره د مبارزې شبکې رامنځته کېدل یوه جدي اړتیا ده. له بده مرغه په افغانستان کې د ستونزو له امله له هغې ډلې ناامني، د قاچاق کوونکو ډلو حضور او فعالیت لپاره زمینه برابره کړې ده.»

د عدلیې وزیر او له انساني قاچاق سره د مبارزې شبکې مشر عبدالبصیر انور په دې اړه وویل:«د نشه‎يي توکو قاچاق ترڅنګ انساني قاچاق د مافیايي او جنایت کاره ډلو یوه عایداتي سرچینه ده. زموږ هېواد د امنیتي او ټولنیزو ستونزو په دلیل، له ستونزو سره مخامخ دی. نو پر دې بنسټ د دغې شبکې جوړل یوه اړتیا وه چې د امریکا سفارت او نړیواله مرسته کوونکو بنسټونو له همکارۍ سره دا اقدام ترسره شو او تمه لرو چې وکړای شو په دې اړه ښه کارونه ترسره کړو.»

په کابل کې د امریکا متحده ایالاتو سفیر جان بس هم په افغانستان کې بې ثباتي او تاوتریخوالی د انساني قاچاق له لاملونو ګڼي او ډاډ ورکوي چې له دغې شبکې سره به د انساني قاچاق د مخنېوي لپاره له نېږدې کار وکړي.

ښاغلي بس په دې اړه زیاته کړه:« زموږ په کلني رپوټ کې هم د انساني قاچاق په تړاو اندېښنې شریکې شوې دي، افغانستان د قاچاقچیانو لپاره خوندي ټرانزیټ لري. بې ثباتي او تاوتریخوالی د انساني قاچاق لوی لاملونه دي چې افغانستان کې شته.»

د کډوالۍ نړیواله سازمان غړي په دې ناسته کې یادونه کوي چې د انساني قاچاق خلاف یې په ټول هېواد کې ۵ مېلیونه وګړو ته عامه پوهاوی ورکړی دی.

 په افغانستان کې د کډوالۍ نړیوالې موسسې مرستیاله سارا کرګر په دې اړه وايي:« موږ د بشري سرغړونو په تړاو له دې شبکې او حکومت سره په ګډه یو میکانیزم جوړوو، ترڅو په ټول کې د انساني قاچاق کوونکو پر وړاندې قانون او عدالت پلی شي.

په هېواد کې ناامني او په بېلابېلو ولایتونو کې پراخې جګړې هم یو له هغو لاملونو ګڼل کېږي چې خلک ترې انساني قاچاق ته مجبورېږي او د قاچاق‎کوونکو تر منګولو رسېږي.

ډاکټر عبدالله عبدالله له عدلیې او قضايي ارګانونو غواړي چې د انساني قاچاق د مخنېوي لپاره دې قاچاقاچیانو ته درنې سزاګانې ورکړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه