Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ولسي جرګه کې ته د پنځه وزیرانو رپوټ ورکونه

ولسي جرګې د شنبې ورځې غونډې(مرغومې ۴ مه) د پنځه وزارتونو لوړ پوړي چارواکي د روان کال د کارونو د رپوټ ورکولو لپاره دغې جرګې ته ور بللي وو.

د ولسي جرګې دویم مرستیال نعمت الله غفاري وویل:«یو غواړي چې د ترسره شوي کار په اړه اطلاعات وړاندې شي او بل د راتلونکي کال د پروګرامونو په اړه.»

د مالیې وزیر په دغې غونډه کې د حکومت د عوایدو له ډېرېدو، د دغه وزارت د ۸۰ سلنې بودیجې لګول او څو نور موردونه د یاد وزارت د روان کال لاسته راوړنې وبللې.

د مالیې وزیر اکلیل حکیمي وویل:«زموږ د ژمنو د تطبیق لپاره یوه مجلس او یا ځانګړې کابینه لرله چې هلته پرېکړه وشوه چې دغه کاري ډله په اوونۍ کې پرټولو هغو ژمنو چې موږ د بروکسل په غونډه کې کړې دي،کار وکړي.»

د سوداګرۍ او اقتصاد وزیرانو هم خپلې لاسته راوړنې بیان کړې.

بلخوا د اقتصاد وزیر که څه هم چې ژمنه کوي چې دا وزارت به له فساد څخه ډېر ژر پاک شي خو څرګنده نه ده چې دا ژمنه به څه وخت عملي شي؟

د اقتصاد وزیر ستار مراد وویل:«سږ کال او راتلونکی کال د اقتصاد وزارت له اداري فساد څخه خالي اعلانېږي.»

د سوداګرۍ او صنایعو وزیر همایون رسا بیا څرګنده کړه:«د نړیوالې سوداګرۍ په سازمان کې د غړیتوب ترلاسه کول چې له نېکه مرغه افغانستان وتوانېد د ۲۰۱۶ کال د جون په ۲۹ نېټه په دغه سازمان کې دایمي غړيتوب ترلاسه کړي.»

خو د بهرنیو  چارو او کار او ټولنیزو چارو وزیران چې بې واکه شوي  دغې غونډې ته  خپل مرستیالان استولي وو.

د بهرینو چارو وزارت مرستیال نصیر احمد اندیشه په دې اړه څرګنده کړه:«له چین،تریکیې،سویډن او ډینمارک سره د سیاسي مشورو ترسره کول،د بهرني سیاست د لیرې لید تدوین،چې د هېواد په بهرني سیاست کې ابهاماتو رفع کېدل او د ډیپلوماټیکو اړیکو د اسانیاو رامنځته کېدو لامل به شي.»

د کار او ټولنیزو چارو وزارت مرستیال احمد شاه صالحي وویل:«سږ کال زموږ یوه مهمه لاسته راوړنه د کار د پالیسۍ د مسودې پراختیا ده چې د لومړي ځل لپاره افغانستان ورته لاسرسۍ پیدا کړی.»

د ولسي جرګې د کورنیو دندو د اصولو په بنسټ د ولسي جرګې غړي د وزیرانو ورغوښتلو پرمهال یوازې د هغوې راپورونه اوري او پوښتنې نه مطرح کوي.

شریک یي کړئ