Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په ټاکنیزو سیالیو کې له دولتي امکاناتو پر استفادې د غني تورنېدل

د ولسمشرۍ ځینې نوماندان پر ولسمشر غني تور پورې کوي چې په خپلو ټاکنیزو منډو ترړو کې قانون تر پښو لاندې کوي او له دولتي امکاناتو ګټه اخلي.

دا په داسې حال کې ده چې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون وايي، تر دې دمه د محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله له ټیمونو څخه تر ټولو ډېر شکایتونه شوي دي.

محمد اشرف غني د ټاکنیزې مبارزې ځینې غونډې ارګ ته نږدې جوړوي چې نور کسان په اسانۍ دغه ځای ته د ورتلو اجازه نه لري.

په وروستي مورد کې یوه دغه ناسته ولسمشرۍ ماڼۍ ته نږدې جوړه شوه چې په هغې کې یو شمېر دولتي کارکوونکو هم ګډون کړی وو او ټول ګډون کوونکي د چارو ادارې له دروازې دغه ځای ته ورغلي وو.

ولسمشرۍ ته نوماند محمد حکیم تورسن وايي:«دا پروګرام دننه په ارګ کې شمېرل کېږي! که‎ دننه په ارګ کې نه ده، دا سمنټي دېوالونه ولې اېښودل شوي دي؟ موږ هم غواړو چې هلته یو محفل ولرو خو موږ ته اجازه نه راکوي.»

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون وايي محمد اشرف غني د امنیتي ستونزو له امله په دې ځای کې د خپلو ټاکنیزو غونډو د جوړولو لپاره له دوی اجازه اخیستې ده.

د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون کمېشنر قطب الدین رویدار وویل:«دننه په ارګ کې نه ترسره کېږي. هغوی له موږ غوښتنه وکړه چې موږ اکثراً خپل پروګرامونه د لویې جرګې په تالار کې جوړه وو او خلک له ستونزو سره مخ کېږي او سړکونه تړل کېږي او شکایت زیات شوی. له همدې امله د چارو ادارې مخې ته یو ځای دی چې د کمپاین له مصارفو سره جوړ شوی دی.»

له دې یوه ورځ مخکې ولسمشر د پروان د پولیسو په روزنیز مرکز کې غونډه جوړه کړې وه او په هغې کې هم یو شمېر دولتي کارکوونکو په تېره بیا د ولسمشر سلاکار ګډون کړی و.

په ټولنیزو چارو کې د ولسمشر سلاکار عبدالحکیم نجرابي هم د یکشنبې په ورځ په کاپيسا کې د محمد اشرف غني په ټاکنیزه غونډه کې ګډون درلود.

ولسمشرۍ ته نوماند احمد ولي مسعود وايي:«د اشرف غني په څېر قانون ماتوونکی ولسمشر د افغانستان په تاریخ کې په یاد نه‎لرم!»

د ولسمشرۍ یو شمېر نور نوماندان د عبدالله عبدالله په ټاکنیز کمپاین کې د ولسمشر د لومړي مرستیال او د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر پر ګډون نیوکه کوي.

ولسمشرۍ ته نوماند فرامرز تمنا څرګنده کړه:«امنیتي ځواکونه او امنیتي ځایونه بې طرفه مقام لري په ټاکنو کې باید په هېڅ صورت کې د یوې ځانګړې ډلې په ګټه وکارول شي.»

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون تراوسه ۷۶ حکومتي چارواکي د ولسمشرۍ ټاکنو له نوماندانو د ملاتړ له امله جریمه کړي خو په دوی کې د عبدالرشید دوستم، الماس زاهد او عبدالحکیم نجرابي نومونه نشته.

له دې مخکې دغه کمېسیون د ولسمشر سلاکار شاه حسین مرتضوي جریمه کړ او د رایې له حقه یې بې برخې کړ.

په وروستي مورد کې یوه دغه ناسته ولسمشرۍ ماڼۍ ته نږدې جوړه شوه چې په هغې کې یو شمېر دولتي کارکوونکو هم ګډون کړی وو.

شریک یي کړئ