Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په پارلمان کې پر فساد یو تورن کس بهر ته تېښته کړې

افغان ولسمشر اشرف غني په دې وروستیو کې د ولسې جرګې د رییس په غوښتنه د کورنیو چارو وزارت یو جنرال محمد شفیق فضلي د ملي شورا د امنیتي چارو د رییس په توګه پر دندې وګماره.

د ولسې جرګې اداري پلاوی وایي، د ملي شورا د امنیتي چارو پخوانی رییس عبدالغفار غورځنګ له پنځو میاشتو راهسې له هېواده بهر تللی او تراوسه هېواد ته بېرته نه دی ستون شوی.

د ولسې جرګې دویم منشي عرفان الله عرفان وایي، په تېرو پنځو میاشتو کې د دوی د موندنو له مخې ښاغلی غورځنګ په اوو مشکوکو پېرودنو کې پر فساد تورن شوی دی.

د ولسي جرګې دویم مرستیال عرفان الله عرفان په دې اړه څرګنده:«ویل کېږي چې په سویډن کې پناه غوښتونکی شوی. د دغه کار یو لامل ښايي فساد وي او شونې ده نور لاملونه هم ولري. هغه چې پلمنه لرله دا وه چې ویل یې مریض دی.»

له هغه وروسته چې غورځنګ له بهیره هېواد ته را ستون نه شو د ولسي جرګې رییس جنرال محمد شفیق فضلي او جنرال سید نظام الدین یې د ملي شورا د امنیت ساتلو ریاست لپاره ولسمشرۍ ماڼې ته معرفي کړل او فضلي د ولسمشر لخوا دغه ریاست ته غوره شو خو تر دې  دمه د غورځنګ برخلیک ناڅرګند دی.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش په دې اړه وویل:«زموږ څېړنې دا ښيي چې هغه نه دی تېښتېدلی. طبعاً د ناروغۍ یې له افغانستانه بهر ته تللی دی، خو که‎چېرې اسناد وړاندې کړل شي، عدلي او قضايي بنسټونه به یې تعقیب کړي.»

اخوا یو شمېر شنوونکي له فساد سره د مبارزې په برخه کې د حکومت پر کړنو نیوکه کوي.

له اداري فساد سره د مبارزې ادارې رییس حسین فخري په دې اړه وویل:«هره څوک چې کومه سرغړونه وکړي او یا پر هغه تور پورې شي، هغه باید تعقیب شي.»

پنځه میاشتې وړاندې د ولسي جرګې رییس هم د جرګې د څه باندې پنځه مېلیونه افغانۍ پر بېرته ګرځولو مکلف شو.

هغه مهال د ولسي جرګې رییس دغه کار منلی و خو  تر دې دمه د ولسي جرګې د رییس لخوا څه باندې پنځه مېلیونه افغانۍ نه دي ګرځول شوي.نوموړی وايي د دغو پیسو ځواب باید غورځنګ ورکړي.

شریک یي کړئ