Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په پوهنه کې فساد؛د یوه ښوونځي مدیر د جعلي سندونو په تور ونیول شو

د کابل د سید محمد نور شاه لیسې مدیر حاجي محمد نوروز د جعلي اسنادو د جوړولو په تور ونیول شو.

هغه تصویرونه چې طلوع نیوز ته رسېدلي ښيي چې د سید نور محمد شاه لیسې مدیر حاجي محمد نوروز د ۷۰۰ تر ۸۰۰ ډالرو په بدل کې د دولسم ټولګي جعلي فراغت لیکونه جوړول.

د پلازمېني په اتمه ناحیه کې د سیدنورمحمدشاه مینې د ښوونځي مدیر حاجي محمدنوروز منلې وه چې په ۷۰۰ ډالرو یوه شهادت نامه جوړ کړي او هغه مهال د کورنیو چارو وزارت د استخباراتو د کارکوونکو لخوا ونیول شو چې ۲۰ زره افغانۍ یې مخکې له مخکې اخیستې وې.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي په دې اړه وویل:«دغه کس د کابل ولایت د یوه ښوونځي مدیر دی چې د دې په تور چې د پيسو په بدل کې تحصیلي سند جوړي زموږ د کارکوونکو له خوا نیول شوی دی او په دې اړه څېړنې دوام لري.»

د دغه کس دوسیه لویې څارنوالۍ ته رسېدلې او نوموړې ادارې په دې اړه څېړنې پیل کړې دي.

د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي وویل:«څېړنې په بشبړه او هر اړخیزه توګه به ترسره شي او دا چې د سند په اخیستو او د سند په جوړولو کې دی په خپله یوازې دی که نور جرمي شریکان هم لري یا دا چې یوازې یوه مورد وه یا هم نور موردونه هم دي دغه ټول موارد دي چې د څارنوالانو له خوا د څېړنې په لړ کې باید روښانه شي.»

د پوهنې په وزارت کې فساد نوې خبره نه ده، له دې مخکې هم له سلګونو خیالي ښوونځیو او زرګونه خیالي زده کوونکو څخه پرده پورته شوې وه.

شریک یي کړئ