Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په پکتیا کې د رایه ورکوونکو د نوم‎لیکنې بهیر ډېر پڅ روان دی

د پنځه ورځو په لړ کې پکتیا کې د ټاکنو لپاره شاوخوا یو زره او ۳۰۰  کسانو نوم لیکنه کړې ده، پکتیا کې د ټاکنو د خپلو کمېسیون ولایتي دفتر له امنیتي اورګانونو څخه غواړي چې د ټاکنو کمېسیون سره په امنیتي برخه کې مرسته زیاته کړي.

په پکتیا کې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د سیمه‎ییز دفتر مشر محمد ظاهر اکبري په دې اړه وویل:«موږ له امنیتي بنستونو غواړو چې د مرکزونو د امنیت په ټینګښت کې له موږ سره همکاري وکړي ترڅو دا بهیر په مخ یوسو. د پېژندپاڼو تایید هم د نوم‎لیکنې پر چټکتیا اغېزه لري.»

په ورته وخت کې د پکتیا امنیتي مسوولین وايي په هغو سیمو کې به پوځي عملیات ترسره کړي چې د رایه ورکوونکو د نوم‎لیکنې مرکزونه له امنیتي ګواښ سره مخامخ وي.

د پکتیا والي شمیم کټوازی څرګنده وي:«په هغه صورت کې چې خلک د ناامنیو له امله ونه کړای شي نوم‎لیکنه وکړي موږ په بشپړه توګه چمتو یوو چې پوځي عملیات ترسره کړو.»

د پکتیا د امنیه قومندانۍ د امنیت امر نثار احمد عبدالرحیم‎زي هم وویل:«له هغه مهاله چې د رایه ورکوونکو د نوم‎لیکنې مرکزونو په پکتیا کې کار پیل کړی، هېڅ امنیتي ستونزه مو نه ده لرلې. خلک او د ټاکنو د کمېسیون چارواکي باید خپلې اندېښنې له موږ سره شریکې کړي او امنیتي ځواکونه چمتو دي چې له هغوی سره مرسته وکړي.»

د پکتیا ولایت اوسېدونکي وايي چې ډېری د دې له امله چې نه غواړي د پېژندپاڼو پر شا یې ټاپه ووهل شي، د نوم‎لیکنې مرکزونو ته مراجعه نه کوي.

په پکتیا کې یوه ښوونکې رویا په دې اړه وايي:«یو له لاملونو څخه چې خلک د ټاکنو له بهیر سره لېوالتیا نه‎لري، دا ده چې قانون جوړونکي او حتا په خپله ولسمشر، خپلې ژمنې نه دي عملي کړي.»

د پکتیا قومي مشران او د دغه ولایت اوسېدونکي له خلکو غواړي چې په راتلوونکو ټاکنو کې د کډون لپاره د رایه ورکوونکو د نوم‎لیکنې مرکزونو ته ولاړ شي.

د پکتیا یو له قومي مشرانو خواني جهاني وايي:«اړتیا ده چې د ټاکنو او د رایه ورکوونکو د نوم‎لیکنې په اړه پوهاوي پروګرامونه په لاره واچول شي. له بلخوا، په ولسي جرګه کې د خلکو استازو هم په سمه توګه خپله دنده نه ده ترسره کړئ چې خلک بیا پر هغوی اعتماد وکړي.»

 دا څرکندونې په داسې حال کېږي چې د پکتیا په یو شمېر ولسوالیو کې طالبانو ګواښ کړی چې خلک دې په ټاکنو کې کډون نه کوي همدا لامل دی چې د پکتیا د ټاکنو د خپلواک کمېسیون ولایتي دفتر د رایه ورکوونکو د نوم‎لیکنې په مرکزونو کې د کسانو له ګمارلو او د خلکو د نه حضور له ستونزو سره مخامخ دي.

په پکتیا کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د سیمه‎ییز دفتر چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې د نوم‎لیکنې بهیر ډېر پڅ روان دی.

شریک یي کړئ