Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په کابل د وګړو نفوس له نړیوالې ورځې لمانځنه وشوه

د سې‎شنبې په ورځ (د چنګاښ په ۲۶ مه) د ملګرو ملتونو سازمان د وګړو صندوق، د اقتصاد وزارت، عامې روغتیا، حج او اوقافو وزارتونو، د احصایې او مالوماتو ملي ادارې او د افغانستان د قابلو ټولنې په کابل کې د حکومت د رسنیو په مرکز کې د وګړو د نفوس نړیواله ورځ ولمانځله.

په دغو مراسمو کې، د حج او اوقافو وزارت لوړپوړي استازي ګډون کړی وه.

په ۲۰۱۷ کال کې د وګړو د نفوسو د وضعیت په اړه رپوټ کې چې د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق له خوا خپور شوی وه، په هغه وخت کې ګواښ شوی وه تر هغې چې نابرابرۍ په بیړه ختمې او د ښځو بې وزله طبقه د پیاوړتیا له مخې په خپل ژوند کې د پرېکړ واک ور نه کړل شي، هېوادونه به له بې ثباتۍ سره مخ شي.

د ملګرو ملتونو د وګړو د صندوق استازې ډاکټره انډیانا بانجي په دې اړه وویل:«په افغانستان کې د کورنۍ پر تنظیم پانګونه نه یوازې د منیدو او ماشومانو د مړینې او معیوبیت لپاره اړینه ده، بلکې بلکې د زېږون د کچې د کموالي او د اتکا لپاره هم ډېر اهمیت لري چې د کورنیو او ټولنې د ټولنیز او اقتصادي هوساینې لامل کېږي.»

د همدغه رپوټ له مخکې په افغانستان کې مېرمنې د کورنۍ د تنظیم او له زېږون مخکې خدمتونو ته په ټيټه کچه لاسرسی لري او ډېری زیږون یې د ډاکټر او یا هم مسلکي قابلې له مرستې پرته ترسره کېږي. دا موردونه د میندو او ماشومانو د مړینې او د هغوی د معیوبیت کچه زیاتوي.

د افغانستان د روغتیا او دموګرافي سروې پر بنسټ، یوازې ۲۳ سلنه متاهلې ښځې د حاملګۍ له مخنیوونکو اوزارو څخه استفاده کوي، په داسې حال کې د شواهدو پر بنسټ ۲۵ سلنه ښځې د کورنۍ د تنظیم لپاره نه پوره شوې اړتیاوې لري.

د نړۍ په کچه د کورنۍ د تنظیم لپاره هغه اړتیاوې چې پوره شوې نه دي څرګندې دي، لکه د کورنیو د تنظیم لپاره محدوده لاسرسی مخ په ودې هېوادونو کې په کال کې د ۸۹ مېلیونه ناغوښتې امیندوارۍ او ۸۴ مېلیونه د جنین سقط لامل کېږي.

دا عوامل نه یوازې د ښځو روغتیا ته زیان رسوي، بلکې هغوی د کار په بازار کې د پاتې کېدو، پیوستون او په مالي خپلواکۍ کې له پرمختګ څخه منع کوي.

له بلخوا، د ماشومانو ودونه او له وخت مخکې ودونه او د زېږدون تر منځ د کم واټن د کچې لوړوالی، په افغانستان کې د میندو د مړینې د زیاتوالی لامل شوی دی.

شریک یي کړئ