Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په کابل کې د امام زمان پر جومات ځانمرګي برید کې ۳۹ تنه شهیدان شوي

د کابل د ۱۳ مې حوزې په اړونده سیمه دشت برچي کې نن ماښام د ۶:۱۵ دقیقو په شاوخوا کې د امام زمان پر جومات ځانمرګی برید شوی.

د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند عبدالبصیر مجاهد د چاودنې پخلی کوي خو د مرګ ژوبلې او د چاودنې د ډول په اړه څه نه وايي.

بلخوا د کورنیو چارو وزارت د ویاند د دفتر سرپرست نجیب الله دانش په خپل فېسبوک پاڼه کې لیکي چې په دغه برید کې ۳۹ ته شهیدان شوي او ۴۵ تنه ټيپان شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت وايي چې د کابل روغتونونو ته ۱۰ تنه شهیدان او څه باندې ۱۰ تنه ټپيان لېږدول شوي دي.

یوه سرچینه طلوع نیوز ته وايي چې د دغې پېښې ۳۰  شهیدان او ۲۰ تنه ټپيان د کابل روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

د پېښې شاهدان طلوع نیوز ته وايي ځانمرګی بریدګر جومات ته ننوتی او هلته یې ځان ته چاودنه ورکړې ده.

دغه شاهدان وايي چې پېښې په سیمه کې یې د څو تنو مړي لیدلي دي. ویل کېږي چې د دغې سیمې اوسېدونکي د لمانځه د ادا کولو لپاره راغلي وو.

تراوسه هڅ ډلې د دغې پېښې پړه نه ده منلې.

دغه برید په داسې حال کې ترسره کېږي چې له دې وړاندې هم په کابل کې سپېڅلي ځایونه او جوماتونه د داعش ډلې له خوا په نښه شوي دي.

د دغه برید مسوولیت داعش ډلې په غاړه اخیستی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه