Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په کابل کې د تېرې ورځې د برید د قربانیانو شمېر ۱۵۰ تنو ته و رسېد

د عامې روغتیا په وزارت کې سرچینې وايي چې په کابل کې د چهارشنبې د برید د قربانیانو شمېر، څه باندې ۱۵۰ تنو ته رسېدلی او کابو ۶۰۰ تنه نور ټپيان شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت د روغتونونو د څانګې رییس محمد سلیم رسولي د پنجشنبې په ورځ (غبرګولي په ۱۱ مه) له طلوع نیوز سره په خبرو اترو کې وویل چې دغه چاودنه تر هغه بریده ځواکمنه وه چې د پېښې سیمې ته نېږدې د قربانیانو مړي د پېژندلو وړ نه دي.

ښاغلي رسولي په دې اړه وویل:«د دغې پېښې پراختیا ته په پام سره، څه باندې ۲۰ تنه نور تري تم دي او یا دا چې اصلاً نه وو، شونې ده چې ډېر خراب شوي وي او یا هم سوځېدلي وي او یا ذوب شوي وي.»

په همدې حال کې د طلوع نیوز خبریال شریف امیري له هغو کسانو سره خبرې اترې کړي دي چې تراوسه یې د خپلو خپلوانو مړي ترلاسه کړي نه دي.

ذبیح له پرون راهیسې  د خپل ماما د جسد د موندلو په هڅه کې دی. هغه څوک چې درېیو همکارانو سره یې جسدونه تري تم دي.

هغه په دې اړه څرګنده کړه:«موږ د کابل په ټولو روغتونونو کې وګرځېدو تراوسه مو هېڅ نه دي پیدا کړي.بالاخره اړ شو د پېښې سیمې ته ولاړ شو چې له پولیسو څخه یو رپوټ ولرو، تراوسه مو هېڅ نه دي ترلاسه کړي.»

له دې سره د کورنیو چارو وزارت وايي، کاري ډله یې د پېښې په ځای کې تري تم شوي جسدونه لټوي.

د کورنیو چارو وزارت د ویاند دفتر سرپرست نجیب دانش په دې اړه څرګنده کړه:«زموږ ډلې په روغتیايي برخه کې او هغه څه چې په واک کې لري کولای شي په دې لړ کې مرسته وکړي.»

د تېرې ورځې (چهارشنبې د غبرګولي ۱۰ مه) خونړۍ برید له سختو کورنیو او نړیوالو غبرګونونو سره مخامخ شو.

د عامې روغتیا وزارت د دغې پېښې د شهیدانو شمېر ۸۰ تنه او د ټپيانو شمېر څه باندې ۴۰۰ تنه بولي، خو د دغه وزارت  نورې سرچینې د دې پخلی کوي چې په دغې چاودنه کې څه باندې ۱۵۰ تنه شهیدان او څه باندې ۶۰۰ تنه نور ټپيان شوي دي.

شریک یي کړئ