Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په کابل کې د معلولیت نړیواله ورځ ولمانځل شوه

د سره صلیب د ارټوپيډي نړیوال مرکز رییس نجم‎الدین هلال وویل:«د ۹ زره او ۵۰۰ تنو له ډلې چې په کال کې په دغه مرکز کې ثبتېږي، څه باندې یو زره او ۵۰۰ تنه یې جنګي معلولان دي.»

دلته اجرایه رییس عبدالله عبدالله د معلولیت د نړیوالې ورځې په مناسبت په غونډه کې دا مني چې معلولانو ته کمه پاملرنه شوې ده.

ښاغلي عبدالله زیاته کړه:«زه د افغانستان خلکو ته دا ژمنه کوم چې د کار په لړ کې د حکومت په کچه،د وزیرانو د شورا په کچه،تل به حکومتي ادارې خپلو مسؤولیتونو ته متوجه کړم»

قهار چې د پروان اوسېدونکی دی او کابل کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې دفتر ته یې مراجعه کړې وايي چې هغه د طالبانو د حاکمیت پرمهال خپله پښه له لاسه ورکړه او اوس د کار کولو توان هم نه لري.

هغه وايي:«حکومت نن معلول یو بې مسؤوله کس بولي.»

مطیع الله ساحل چې د ماین د چاودنې له امله یې اووه کاله وړاندې خپلې دواړه پښې له لاسه ورکړې اوس په مصنوعي پښو سره په لاره ځي او وايي چې معلولیت د هغه د ژوند د چارو په وړاندې خنډ نه دی شوی.

هغه زیاته کړه:«په بېلابېلو برخو کې مې کار کړی او اوس له اتلانو سره د همکارۍ په بنسټ کې کار کوم.»

د کار او ټولنیزو چارو و زارت شمېرې څرګندوي له ۲۰۱۵زیږدیز کال راهیسې دوه اعشاریه اووه سلنه معلولان په افغانستان کې شدید معلولیت لري چې اویا سلنه یې په کلیوالو سیمو کې ژوند کوي له دې ډلې نوي سلنه معلول ماشومان ښونځیو ته لاسرسی نه لري.

د سره صلیب نړیواله کمېټې د معلولیت د نړیوالې ورځې په لمانځغنونډه کې وویل چې هرکال څه باندې ۹ زره او ۵۰۰ معلولان له هغوی سره ثبتېږي چې یو زر او ۵۰۰ تنه یې جنګي معلولان دي.

شریک یي کړئ