Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په کابل کې په ازاده توګه د پوځي جامو پېر او پلور

کابل یوازنۍ پلازمېنه ده چې په هغه کې پوځي جامې په ازادانه توګه یې پلور او پېر کېږي؛هغه جامې چې ویل کېږي ترهګر په ځانمرګو بریدونو او نورو فعالیتونو کې ور څخه ګټه اخلي.

په دغو بازارونو کې د سرتېرو او افسرانو د جامو بیه له ۶۰۰ څخه تر ۲ زره افغانیو پورې دي.

د پوځي جامو د ګنډلو یو شمېر خیاطان وايي چې له امنیتي بنسټونو څخه د پوځي جامو د ګنډلو اجازه لري.خو د خپلو هټیو د انځور اخیستو اجازه نه ورکوي.

په دغه رپوټ کې د پوځي جامو یو له دغو پلورونکو څخه خپل کار له داشان خبرو سره توجیه کوي.

دغه هټيوال چې نه غواړي نوم یې په ډاګه شي وايي:«په هلمند کې هره ورځ ۳۰۰ سرتېري او د ملي اردو افسران وژل کېږي؛ولې له هغه څخه خبر نه جوړ وئ چې د پوځي جامو شاه مو نیولې ده؟»

د پوځي خیاطانو استازی سیدمحمد په دې اړه وویل:«ورور،موږ ټول سندونه لرو.د کورنیو چارو د وزیر،د کسبه کارو د ټولنې لاسلیکونه او له نورو ځایونو څخه سندونه لرو.کومه ناقانوني خبره نه ده چې موږ له کمرې څخه ووېرېږو؛خو ځينې هلکان دلته له کمرې څخه وېرېدلي او نه غواړي خبرې وکړي.»

دغو هټیو ته ان شکمن کسان هم د جامود جوړولو په موخه ورځي.ویس یو بل له دغو خیاطانو څخه وايي چې خیاطۍ ته یې د جامو د جوړولو لپاره په ځلونو شکمن کسان راغلي دي.

خیاط ویس وايي:«زه داسې کارتونه وینم.د اصلي پولیسو کارتونه راڼه دي او بدل او جعلي کارتونه راڼه نه دي.کله چې ما ته راغلل ورته ومې ویل چې زه جامې نه ګنډم.»

د ملي دفاع وزارت په هېواد کې د امنیتي ځواکونو د جامو د پلور او  د ترهګرو لخوا د هغو کارولو څخه اندېښنه لري

د ملي دفاع وزارت د ویاند مرستیال محمد رادمنش وايي:«هغه ترهګر چې له هېواد څخه بهر په افغانستان کې د بریدونو په هوډ راځي،له همغه ځای څخه یې جامې او اکالات کېږي.موږ یو شمېر خیاطانو ته د پوځي جامو د ګنډلو اجازه ورکړې،خو که‎چېرې خیاطان د قانون په خلاف کار وکړي،له هغوی سره قانوني چلند کېږي.»

ترهګر د خپلو جامو ډېره برخه له اسیرانو او یا هم د امنیتي ځواکونو په کاروانونو له بریده ترلاسه کوي په دې وروستیو کې د امنیتي ځواکونو په جامو کې د ترهګرو لخوا بریدونه هم ډېر شوي دي.

شریک یي کړئ