Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په کاپیسا کې د یوه ځانمرګي برید مخنیوی

د کاپیسا امنیه قومندان عبدالرازق یعقوبي نن چهار شنبې (د کب په ۲ مه) وايي چې د امنیتي ځواکونو د ګډو عملیاتو په پایله کې، د دغه ولایت د مرکز په اړوند نواباد کلي کې له چاودېدونکو توکو څخه یو ډک موټر کشف شو.

ښاغلي یعقوبي زیاته کړه چې دغه موټر، د طالبانو له خوا د دغه ولایت پر مرکز د ځانمرګي برید په موخه پلان شوی وه چې د دغې پېښې په تړاو، ۶ تنه نیول شوي دي.

خو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

په کاپیسا کې د یوه ځانمرګي برید مخنیوی

په کاپيسا کې ځايي امنیتي چارواکو د یوه ځانمرګي برید د مخنیوي خبر ورکړ. د کاپیسا امنیه قومندان وايي چې د دغې پېښې په تړاو ۶ تنه نیول شوي دي.

Thumbnail

د کاپیسا امنیه قومندان عبدالرازق یعقوبي نن چهار شنبې (د کب په ۲ مه) وايي چې د امنیتي ځواکونو د ګډو عملیاتو په پایله کې، د دغه ولایت د مرکز په اړوند نواباد کلي کې له چاودېدونکو توکو څخه یو ډک موټر کشف شو.

ښاغلي یعقوبي زیاته کړه چې دغه موټر، د طالبانو له خوا د دغه ولایت پر مرکز د ځانمرګي برید په موخه پلان شوی وه چې د دغې پېښې په تړاو، ۶ تنه نیول شوي دي.

خو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه