Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په کندز کې د چاپېریال ساتنې د وضعیت د ښه‎والي لپاره هڅې

په کندوز کې سره له دې چې له ناامنیو ډار هم شته خو بیا هم په دغه ښار کې د چاپېریال ساتنې هڅې ګړندۍ شوې دي.

په دغه ولایت کې د سړکونو پاکول ، د کوڅو بیارغول او کورنیو ته د څلورو لویو پارکونو جوړول د دغو هڅو مهمې برخې دي.

اخوا د کندز ښار د پاکولو کار ۵۵۰ کسانو ته د یوې مړۍ ډوډۍ ګټلو او کار زمینه هم برابره کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې هغوی له دې وړاندې کار نه درولود، اوس هغوی ته د میاشتې ۹ زره افغانۍ معاش ورکول کېږي.

یو له دغو کارګرو څخه محمد داوود وايي:«د خلکو په خدمت کې یوو او ښار پاکوو.»

بل کارګر جاوېد زاخېل هم زیاته کړه:«دا پروګرام، هم د ښار د پاکوالي لامل کېږي او هم د ۵۵۰ تنه حلاله روزي ترلاسه کوي.»

دغه راز، سږکال په کندوز کې څلور د تفریح ځایونه جوړ شوي دي چې ډېری مېرمنې او ماشومان په‎کې دي.

د کندز اوسېدونکې شګوفه احمدي وايي:«ښځې کولای شي چې له خپلو کورنیو سره دغه پارک راشي او خپل وخت ښه تېر کړي.»

د کندز بل اوسېدونکی حنیف هم زیاتوي:«له خپلو خویندو سره پارک ته راغلی یم چې لږ مو ساعت تېر شي.»

د کندز ښار په پاک ساتنه کې د خلکو همکاري د دې پروګرام له لګښت څخه ترلاسه کېږي او د کندزښار په ځينو سیمو کې د شپې لخوا د خلکو تګ راتګ هم زیاتېږي.

د کندز ښاروال نجیب الله عمرخېل په دې اړه وايي:«ډېرې نورې ښې پروژې هم لرو چې وکړای شو چې د کندز ښار د پاکوالي او ښکلا لپاره، ښه او عملي کارونه ترسره کړو.»

د کندوز ښار په پارکونو کې ماشومان خندا او خوشحالي کوي او د ارامه ژوند احساس کوي.

په کندز ولایت کې د سړکونو پاکول ، د کوڅو بیارغول او کورنیو ته د څلورو لویو پارکونو جوړول د دغو هڅو مهمې برخې دي.

شریک یي کړئ